د خېبر پښتونخوا حکومت پريکړه کړی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ۶۵۰۰۰ زره استادان او اووه زره څارونکي برتي کوي.
دا خبره د خېبر پښتونخوا د وزير اعلا د تعلیمي چارو سلا کار ضيا الله بنګش د صوبايي کابينې غونډې وروسته بېګا مشال راډيو ته وکړه.
ضيا الله بنګش وويل چې په قبايلي ضلعو کې د شپږو زرو سکولونو بيارغونې او معيار ښه کولو لپاره له نړيواله مرستندويه ادارو مرستې هم ترلاسه کوي.
د ډېسېمبر پر ۱۳مه د پاکستان د سېنېټ سیفران کمیټۍ په غونډه کې د ملک د تعلیمي صورتحال په اړه د بحث پر مهال دا خبره وشوه چې په قبايلي علاقو کې دا وخت تر اتيا فيصده سکولونه بند دي او په ځانګړي توګه د جنيکو تعليم تر ټول زيات اغيزمن شوی دی.