د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د ایران په زندان کې د يو سياسي فعال مړينه وغندله


په واشنګټن کې د کیپټول ودانۍ.
په واشنګټن کې د کیپټول ودانۍ.

امریکا د ایران هغه سیاسي فعال مړینه غندلې ده چې د نه خوړلو په هړتال و او پر سوشل میډیا د خپلو لیکنو په سر په جیل کې قید و.

د ډېسېمبر پر ۱۳مه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالاډینو وویل، وحید سیدي ناصري چې د ډېسېمبر پر ۱۲مه مړ شو، ایراني انتظاميې بې له جرمه څلور میاشتې مخکې ګرفتار کړی وو او بیا یې په بند کې وو.

په بیان کې ویل شوي چې ناصري قانوني مرستې ته رسايي نه لرله، په غیر انساني حالاتو کې ساتل شوی و او ورباندې ناسم تورونه لګول شوي وو چې پکې د ایران د ستر مذهبي مشر سپکاوی شامل وو.

د ناصري خور الاهې د مشال راډیو ایران څانګې ته ویلي وو چې انتظامیې دوی خبر کړل چې دغه فعال د قوم ښار په یو روغتون کې مړ شوی دی.

هغې وویل چې ورور یې د هغه د قید د ناسمو حالاتو خلاف او د قوم ښار د یو سخت امنیتي زندان د تهران د ایوین بند ته د لېږدولو غوښتنې لپاره د نه خوړلو هړتال کړی و.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG