د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په ۴۸ ګنټو کې د ډاکټر ابراهیم خلیل پرېښودل غواړو ګنې احتجاج کوو'


د بلوچستان په مرکز کوټه کې ډاکټرانو په خپله یوه غونډه کې پرېکړه کړې که ډاکټرابراهیم خلیل په راتلونکیو ۴۸ ګنټو کې راخوشې نه کړل نه شو نو په سخت احتجاج به لاس- پورې کړي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د ډاکټرانو ټولنې سرمنشي ډاکټر مصطفا وردګ وویل، ډاکټران ځکه په اسانه ښکار کېږي چې دوی د شپې وخت په روغتونو کې د ناروغانو درملنې ته درومي، نه وسله ورسره وي او نه یې د ساتنې یو بله چاره وي. ډاکټران وړاندې هم تښتول شوي دي او بیا د یوې دوو میاشتو پس په ډېرو پیسو راخوشې کړل شوي دي.

د بولان میډیکل استادانو ټولنې غړی ډاکټر اصف مندوخېل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ډاکټرانو او ولس ساتنه د سرکار کار دی.

نوموړی وايي: ''ډاکټران دلته د ولس خدمت کوي، یوازې د دې صوبې نه بلکې د افغانستان د ناروغانو خدمت هم کوو. که سرکار د ډاکټرانو حفاظت و نه کړي نو دوی اړ دي چې خپل کارونه پرېږدي.''

د رواني ناروغۍ ډاکټر غلام رسول چې خپله هم یو څو کاله وړاندې سړي تښتوونکیو برمته کړی وو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، حکومت ته پکار ده چې بې له ځنډه ډاکټرابراهیم خلیل راخوشې کړي.

دی وايي: ''دا لومړی وار نه دی چې یو ډاکټر تښتول کېږي بلکې بیا بیا د دوی ډاکټران تښتول شوي دي. موږ له سرکاره غواړو چې زموږ تښتول شوی ډاکټر دې ژر تر ژره راخوشې کړي او په دغه پېښه کې ککړو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.''

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سلیم کوسا د صوبې امنیتي ادارو ته امر کړی دی چې د ډاکټر ابراهیم خلیل احمد شېخ د راخوشېکولو لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

ډاکټرابراهیم خلیل بېګا شپه د کوټې په ماډل ټاون کې ناڅرګندو وسله والو کسانو له یوه شخصي روغتونه کور ته پر لار وتښتولو.

په بلوچستان کې که څه هم له تېرو پنځو شپږو کلونو راهیسې د سړي تښتولو لړۍ تر ډېره تم کړل شوې وه خو د اوسنۍ پېښې په اړه نه شي ویل کېدلای چې دا به د هغه پخوانۍ سلسلې نوې پیلامه وه که یوه ځانګړې هغه به وي.

XS
SM
MD
LG