د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ډاکټران څنګه تښتوول کېږي؟


ډاکټر غلام رسول کاکړ
ډاکټر غلام رسول کاکړ
په بلوچستان کې د ناامنۍ د نورو پېښو تر څنګ له مودې راهیسې د ډاکترانو تښتول او وژل هم دوام لري.

په دې وروستيو کې نامالومه وسله والو د زړه د ناروغيو ځانګړی ډاکټر مناف ترين تښتولی دی چې تر اوسه يې لا هم هیڅ درک نشته.

دا چې ډاکټران څه ډول تښتوول کېږي ، دوی د وسله والو په منګولو کې دا شپې او ورځې څه ډول تېروي او بیا په کومو شرايطو هغوی د تښتوونکو له منګولو راخوشي کېږي؟

ډاکټران هغه وخت احتجاج اعلان کړي چې يو ملګری ډاکټر يې وتښتوول شي. خو کله بیا دا ډاکټر بیرته راخوشی شي نو د دوی احتجاج او لاريونونه بیا تر هغه وخته ودرېږي تر څو چې يې کوم بل ملګری بیا نه وي تښتوول شوی.

د بلوچستان حکومت هر وار دوی ته دا ډاډ ورکوي چې تردې وروسته به داسې پېښې نه کېږي. خو تښتوونکي بیا ټول شتمن ډاکټران په وار وار تښتوي ، په لکونو يا کروړونو روپۍ تاوان ورڅخه اخلي او بیا يې راخوشي کړي.

د پاکستان د ډاکټرانو اتحادیه یا پاکستان ميډيکل ایسوسيشن وايي چې په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د دوی شاوخوا اتلس ډاکتران وژل شوي ، شپږويشت د پيسو لپاره تښتوول شوي او د څلور اتیا په شاوخوا کې ډاکټرانو له همدې امله بلوچستان پرې ایښی دی.

په شپږويشتو تښتوول شويو ډاکټرانو کې ټول بیا تر هغه وروسته راخوشي شوي دي چې کورنیو یې تښتونکو ته پېسې ورکړې دي.

په کوټه کې د اعصابي ناروغيو ځانګړی ډاکتر غلام رسول کاکړ د روان کال د اګست پر لومړۍ نېټه د کوټې له بروري سړکه نامالومه وسله والو تښتولی وو او اوولس ورځې وروسته خوشی کړل شوی وو.

ډاکتر غلام رسول کاکړ مشال راډیو ته د هغه د تښتول کېدو په هکله وویل ً زه په اول اګست د کوټې پر لوی سړک د ماسپښين درې بجې زما د موټر مخې ته يو موټر ودرېد ، بلکې هم هلته ولاړ وو. په څو ثانيو کې يې زه له خپل موټره راکښته کړم. او د دوی په موټر کې یې واچولم. دا وسله وال کسان چې د ځينو مخونو پټ وو، او ځينه نور بيا په ښکاره مخ وو، زه له دوی سره د شا په سيټ کې کښېنولم. نو ځکه زما لپاره دا ډېر ګران کار وو، چې زه يواځې په څو ثانيو کې دا وسله وال وپېژنم

د ډاکټر غلام رسول په خبره تر لس دقیقې مزل وروسته يې بیا د هغه موټر په ډیکۍ کې بند کړ او لاسونه او پښې يې دواړه ور وتړل او بیا يې شاوخوا څلور ساعته په همدې ډيکۍ کې سفر وکړ.

هغه وویل ًچې ما ته دا څلور ساعته ملاو شول. ځکه چې زه په ډيکۍ کې وم او دومره وخت راته ملاو شو، چې زه له ځان سره سوچ وکړم او ځان دومره مضبوط کړم چې ځای ته تر رسېدو وروسته سمدستي له دوی سره خبرې پېل کړم. خو په دې هر څه کې که حقیقت ووایم نو د خپل ځان د مرګ وېره راسره وه. ما سوچ کاوو چې په ماپسې د شا له خوا څوک را نشي او په دې موټر چې زه يې په ډيکۍ کې يم پرې ډزې ونه کړي. او یا خدای مه کړه موټر وانه وړي. چې زه په کې زخمي شم او بیا راته علاج ژر نه راورسېږي

د اعصابي ناروغيو د دې پوهه ډاکټر په خبره تر څلور ساعته سفر وروسته بیا دی له ښاره لرې په يوه کلي کې په يوه کوچنۍ خونه کې بند کړل شو چې بیا يې ټولې اوولس ورځې د خاورو په دې خونه کې تېري کړې.

ډاکتر غلام رسول زیاتوي چې شپه او ورځ به په خاورو کې پروت وو او د کښېنستلو يا پورته کېدلو اجازه هم ورته نه وه. خو چې څه به يې غوښتل نو يواځې د ګوتې اشاره به يې کوله.

ډاکتر غلام رسول د هغو شپو د ستونزو په هکله مشال راډيو ته وویل ً د تکلیف ځای دا وو، چې زما لاسونو او پښو ته يې داسې زولنې را اچولې وې چې ما به په خوب کې لږ هم لاس يا پښه وښوروله نو هغه زولنې به نورې ټينګې شوې. او بیا به يې زما لاسونه او پښې ډېر را خوږول. او چې کله به مي سترګې سره ولاړې نو سمدستي به د دې ځولنو په درد راپورته شوم. او بیا بله لویه ستونزه دا وه چې کله به دا ځولنې ډېرې ټينګې شوې، نو د دې کلۍ به څلرويشت ساعته وروسته راتله نو تر هغه به يې زه ډېر په تکليف کې کړم.ً

د کوټي دا مشهور ډاکتر غلام رسول تر اولس ورځو وروسته بیا د وسله والو له لوري راخوشی کړل شو. خو دا چې په کومو شرطونو او څومره تاوان دا يوازې ډاکتر غلام رسول نه دی چې ذکر يې نه کوي بلکې هر تښتوول شوی ډاکټر په دې اړه له رسنيو سره هيڅ مالومات نه شريکوي.

د روان کال د سپټمبر د مياشتې پر اولسمه نېټه په کوټه کې د زړه د ناروغیو مشهور ډاکتر مناف ترین نامالومه وسله والو وتښتاوی چې تر اوسه يې لا هم برخلیک نه دی مالوم.

د بلوچستان ډاکټرانو دا ځل هم د خپل ملګري د تښوونې پر ضد د کار نه کولو اعلان کړی او احتجاج يې روان دی. خو په خپله ډاکټران وايي چې له حکومتي ادارو او سیاسي ګوندونو مايوسه شوي دي او د دوی په خبره هر تښتوول شوی ډاکټر د تښتوونکو ټولو غوښتنو ته غاړه ږدي او د تښتوول شوي ډاکټر کورنۍ په پیسو له تښتوونکو څخه د خپل کور غړی اخلي.
XS
SM
MD
LG