د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې مشهور ډاکټر مناف ترین وتېښتول شو


د کوټې ښار پر ډبل روډ نن تر غرمې وړاندې نا مالومو وسله والو دوه تنه وژلي دي، چې له هزاره قبیلې سره تعلق لرونکي شییعه ګان دي.

د بلوچستان مرکز کوټه کې ناڅرګندو کسانو د دغه ښار وتلی ډاکټر مناف ترین تېښتولی دی. مناف ترین د زړونو مشهور ډاکټر ګڼل کېږي. یادې دې چې په بلوچستان کې له تېرو څو کالونو راهیسې بیا بیا لوی کاروباریان، ډاکټران او سرکاري افسران د پیسو لپاره برمته کېږي. تر دې وړاندې له لورلايي څخه درې ډاکټران تېښتول شوي ول چې له هم له برمته ګرو سره په ولکه کې دي.


بلخوا د کوټې ښار پر ډبل روډ نن تر غرمه وړاندې نا مالومو وسله والو دوه تنه وژلي دي.
پولیس وايي چې وژل شوي دواړه کسان له هزاره قبیلې سره تعلق لرونکي شییعه ګان دي.

د هدفې وژنې دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې د سپریم کورټ د چیف جسټس په مشرۍ کې درې رکني جرګګۍ د بلوچستان د امنیت او ورکو کسانو په اړه د کېسونو اورېدنه کوي.

د پاکستان د سپریم کورټ چیف جسټس افتخار محمد چودري ویلي چې د ورکو کسانو په معامله کې به هیڅ سمجوته ونه کړي. نوموړي دا څرګندونې پرون په سېشنبه ناوخته په کوټه کې د ورکو کسانو د مقدمي د اورېدنې پر مهال کړې دي.

د چیف جسټس په مشرۍ کې درې رکني جرګګۍ د دوشنبې په ورځ چارواکو ته امر وکړ چې په یو شپېته کېسونو کې ورک کسان دي د سېشنبې په ورځ عدالت ته وړاندې کړي خو هغوی یو کس هم وړاندې نه کړل شو.

له کوټې د خدای نور ناصر راپور
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:24 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG