د فرانس د کورنیو چارو وزیرې کریسټوف کاسټنر ویلي چې د سترازبورګ په ښار کې د کرسمس په یو بازار کې یو وسله وال درې تنه وژلي او دولس یې نور ټپي کړي دي.
نوموړې زیاته کړې چې پولیس د مشکوک بریدګر په لټه کې دي کوم چې پېژندل شوی دی او تر دې وړاندې یې هم جرمونه کړي دي.
ځايي امنیتي ایجنسیو ویلي چې دا کس له وړاندې د مشکوکو سختدریځو په څار لسټ کې وو.
په دې ښار کې د ولس ساتنې لپاره کلک امنیتي ګامونه پورته شوي او خلکو ته ویل شوي چې په کورونو کې پاته شي.