د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان وزيراعلی: د چين په اقتصادي راهدارۍ پروژه کې خپل حق غواړو

د بلوچستان وزيراعلی، جام کمال خان
د بلوچستان وزيراعلی، جام کمال خان

د بلوچستان حکومت پریکړه کړې چې د چین - پاکستان اقتصادي رهدارۍ پروژه کې د صوبې د حقوقو ترلاسه کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او د دې حق غوښتنې لپاره به په اسلام اباد کې يوه غونډه کې په پوره تيارۍ سره برخه واخلي. د دې غونډې نېټه نه ده ښودل شوې.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال په مشرۍ د بلوچستان د کابینې غونډه د ۱۱ ساعته بحثونو وروسته تېره شپه ناوخته ختمه شوه.

تر غونډې وروسته، د صوبايي حکومت له خوا په جاري شوي یو بیان کې راغلي چې د سي پیک پروژې لاندي د ډي آيی خان، ژوب او کوټې ترمنځ او له کوټې څخه تر ګواد پورې به لوی سړک جوړېږي. همداراز به په بوستان کې صنعتي زون هم فعالېږي.

په خبرپاڼه کې ويلي شوي چې په کابينه کې پرېکړه وشوه چې د تعليم ودې لپاره به زده کړې لازمي کوي او پراستادانو به د کاربندېز او احتجاج پابندي وي.

د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه په بلوچستان کې په ۱۳۰۰۰ سکولونو يا ښوونځيوو کې ۱۸۰۰ د استادانو د غېر حاضرۍ له وجې بند دي. پنځه زره ښوونځي داسې دي چې په هر يو کې يې يوه خونه او يو استاد دی.

کابينه پرېکړه کړې چې اوه زره استادان دې په کار وګمارل شي چې دغه شمېر پوسټونه ډک کړل شي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG