په هلمند کې د وسلهوالو طالبانو په وړاندې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د لښکرګاه څلورمه حوزه د باباجي سیمه بېرته افغان ځواکونو ونیوله.
په سیمه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېیمې لوا قوماندان درستیزوال ډګروال حنیف الله شینواري د مشال راډیو ته ویلي چې وسلهوالو طالبانو زیات مقاومت نه دی کړی، خو د نړیوالو ځواکونو په هوایي بمباري کې ورته ډېره مرګ ژوبله رسیدلې.
نوموړي وویل: ((انشا الله ټوله باباجي سیمه پاکه شوه. د دښمن ګواښ له منځه لاړ. دا مهال افغان ځواکونو د امنيتي پوستو د ځای پر ځای کولو او د سيمو په تصفيوي علمیاتو بوخت دي.))
د لښکرګاه د باباجي او نادعلي ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیاتو اته میاشتې وخت ونیو. خو وسله والو طالبانو لا په دې اړه څه نه دې ویلي.