د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون نن خپل ولس ته وینا کوي


ولسمشر مکرون پر داسې مهال د فرانسې ولس ته وینا کوي چې حکومت يې د هغو پراخو مظاهرو د ارامولو هڅې کوي چې له تېرو څلورو اوونیو راهیسې يې دا هېواد لړزولی دی.

د امانویل مکرون دفتر ویلي، هغه به د ماښام په اتو بجو له الېزې ماڼۍ څخه وینا وکړي.

پر تېلو د ماليې لوړولو په اړه د مکرون د پرېکړې په غبرګون کې په پلازمېنه پاریس کې د زېړ واسکټونو په نوم له بلوا ډکې مظاهرې پیل شوي.

تمه ده چې ولسمشر مکرون تر خپلې نننۍ وینا مخکې د فرانسې د سوداګرۍ له ټولنې او تجارانو سره غونډه وکړي.

که څه هم نوموړي د ډیسمبر په ۵مه نېټه وویل چې د ماليې لوړولو پرېکړه به بیرته واخلي، خو مظاهره چیانو خپل احتجاجونو ته دوام ورکړی او د تنخاګانو زیاتوالي په ګډون ځینې نورې غوښتنې يې هم وړاندې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG