د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ګرفتار غړي خوشې کړل شول


د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوشېکېدو پس ګډ تصویر. ۵م دسمبر ۲۰۱۸
د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوشېکېدو پس ګډ تصویر. ۵م دسمبر ۲۰۱۸

د پښتون ژغورنې غورځنګ۱۲ غړي د ډیسېمبر پر لومړۍ نېټه له کوهاټ زندان سره نزدې د احتجاج پشمول بېله بېله تورونو کې نيول شوي وو. په دې اړه د پي ټی ایم له اړخه آصف پراچه اېډووکېټ، او علي خټک عدالت ته وړاندې شول او پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوي تورونه يې بې ځايه وګرځول. عدالت د رياست او پي ټی ایم له اړخه د دريځ اورېدو پس د ټولو غړیو په ضمانت د خوشېکولو امر کړی.

د پي ټی ایم وکيل علي خټک وويل، ''موږ اېډېشنل سېشن جج ون ته وویل، پوليس چې د ډیپټي کمېشنر په ليک کوم ګام پورته کړی هغه نا قانونه وو او تر احتجاج وړاندې يې بې ګناه خلک ونيول.''

له خوشېکېدو پس د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه فعاله غړي عبدالله ننګيال وويل چې د دوی مبارزه د پښتنو حقونو لپاره ده، ځولنې او زندان دوی د لارې خنډ نه شي جوړېدلی، دا سلسله به تر هغو دوام لري چې پښتنو ته یې خپل حق نه وي ګټلی.

(دا قرباني مو د يو نيول شوي ملګري ډاډ لپاره ورکړې ده، دا مبارزه به تر هغو دوام لري چې پښتنو ته مو خپل حقونه نه وي تر لاسه کړي)

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل مخکښ شفيع ترين وويل د کورنیو چارو مرستيال وزير شهريار اپرېدی دې د اسلام اباد پرځای د کوهاټ پوليس سم کړي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بې ګناه غړيو یې د دروغو تورونه لګولي او مقدمې یې پرې جوړې کړي دي.

د پي ټی ایم دولس غړي پوليس د سړک تړلو او د احتجاج په تور هله ونیول کله چې دوی د کوهاټ زندان مخې ته په دره ادم خېل کې درې میاشتې وړاندې د ايف سي ار تر قانون لاندې د پي ټي اېم نيول شوي غړي ولایت اپرېدي لپاره پرلت اعلان کړ.

پولیس دریځ لري چې په کوهاټ کې ۱۴۴ دفعه لګېدلې وه او د پي ټي اېم غړیو ترې سرغړونه کړې ځکه یې نیولي ول.

XS
SM
MD
LG