د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، په ميراث کې ښځو ته د حق ورکولو او د ښځو حقونو خوندې ساتلو لپاره قانون جوړوي.
وزيراعظم دا خبره د ډېسېمبر پر اوومه په اسلام اباد کې د بلوچستان زده کونکو ته وکړه.
نوموړي وويل چې د بلوچستان په ګډون ټولو لرې پرتو سيمو کې د ښځو حقونو خوندې ساتلو لپاره اقدامات کوي.
وزير اعظم دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې درې ورځې مخکې رويټرز خبري اژانس په خپل کلنې راپور کې ويلي و چې په ټوله نړۍ کې د ښځو پر وړاندي تشدد او د ناموس په نامه وژنو په فهرست کې پاکستان پر شپږم نمبر دی.