د لاسرسي ځای

تازه خبر

'درې صوبې فاټا ته د خپلې برخې په ورکولو رضا شوې'


د پاکستان وزيراعظم عمران خان د قبايلي سيمو لپاره په قامي مالياتي ايورډ )اېن اېف سي) کې د سیند صوبې پرته له درې واړو صوبو د درې فيصده برخې د ترلاسه کولو ضمانت اخیستی دی.

دا ادعا د قبايلي سيمو لپاره د وفاقي حکومت د کاري ډلې یوه غړي او د واکمن تحريک انصاف ګوند سېنېټر هدايت الله بېګا مشال راډیو په خپلو خبرو کې وکړه.

نوموړی وايي د اصلاحاتو بهير عملیکولو کې پانګه یا پیسې تر ټولو لویه ستونزه ده او د دې لپاره وزيراعظم ډاډ ورکړی دی.

قبایلي علاقې په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو وروستو په هغو سیمو کې اصلاحاتو، عدالتي نظام، پولیسو او نورو پرمختیایي کارونو لپاره پیسو ته اړتیا ده.

په دې موخه عمران خان د سېپټېمبر په میاشت کې کاري ډله جوړه کړې وه. همدا راز د پښتونخوا وزیر اعلا هم په نومبر کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه کمېټۍ جوړه کړې ده.

قبايلي خبريال صفدر حيات داوړ وايي، که چیرې حکومت د قبايلي سيمو اصلاحاتو کې مخلص وای نو دا کار ډېر ژر کېدای شوای خو دوی يې نه کوي.

د نوموړي په خبره د کارې ډلو جوړولو پرځای عملي کار پکار دي. خو د پاکستان وزيراعظم عمران بیا بیا د قبايلي سيمو اصلاحاتو عمليکولو او په صوبې د ورګډولو بهير سر ته رسولو ژمنې تکراروي.

دا مهال قبایلي سیمې له لوی انتظامي بحران سره مخامخې دي. هلته په سلګونه خاصه دار او استادان بیا بیا احتجاجونه کوي چې د دوی نوکریانو ته خطر دی خو د پاکستان سرکار ورته ډاډ ورکړی چې هېڅ خطر ورته نه شته.

XS
SM
MD
LG