د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې پر ښځو تشدد په زیاتېدو دی


رپورټ وايي، پاکستان په شپږم نمبر دی.
رپورټ وايي، پاکستان په شپږم نمبر دی.

اسلام اباد - تامس رایټرز فاونډېشن خبري ادارې خپل یو رپورټ کې ویلي چې پر ښځو تشدد په ټوله نړۍ کې پاکستان په شپږم نمبر دی او د تجزیه کارانو په وینا چې په پاکستان کې له دې نه هم پر ښځو تشدد زیاتې پېښې کېږي خو هغه نه نشرېږي.

رپورټ وايي، په پاکستان کې د ښځو ناموسي وژنې، پر هغوی جنسي تېري، کورنی تشدد، ورسره جنسي توپیر او روایاتي رسمونه او رواجونه شامل دي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف حکومت وايي چې د ښځو د تحفظ او په دوی د تشدد پېښې د مخنیوي لپاره غوره قانون سازي کوي.

سږ کال په پای کې بین الاقوامي خبر رسونکې ادارې تامسن رایټرز فاونډېشن په ټوله نړۍ کې پر ښځو تشدد د خطرناکو هېوادونو په اړه د ۲۰۱۸م کال سروې جاري کړې ده چې پکې پاکستان په شپږم نمبر دی.

مشال راډیو ته د ښځو حقونو لپاره کارکونکي تنظیم عورت فاونډېشن مشر عاصم ملک وویل، په پاکستان کې له وړاندې د ښځو حقونو او تحفظ لپاره قانونه موجود دي خو عمل پرې نه کېږي.

نوموړي وايي: "دا رپورټ یو مستند رپورټ دی او په دغه کې پاکستان په شپږم نمبر ویل شوی دی خو موږ دا ویلای شو چې که په پاکستان کې په دې اړه سم رپورټنګ وشي نو دا به نور هم سیوا شي نو له بده مرغه په دې هېواد کې دا شان پېښې خو وشي هغه په ډاګه کېږي نه،

ده وویل: "نو دا اوس چې کوم قوانین دي د هغوی له وجې په خلکو کې لږه اګاهي راغلې ده نو تر څه حده داسې پېښې په ډاګه شي نو له دې لږ صورتحال ښه شوې دې."

د دې رپورټ په اړه د حکومتي ګوند پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړې ساجده بیګم وايي: "وزیر اعظم عمران خان په دې اړه د قانون وزارت ته هدایات جاري کړي چې د ماشومانو او ښځو د تحفظ او حقونو لپاره غوره قانون سازي وکړي دا رنګ دوی یوه کمېټۍ هم جوړوي چې پکې به د اپوزیشن او حکومتي ګوند د پارلېمان غړي وي او هغوی به بیا له صوبو سره په رابطه کې وي."

په دې رپورټ کې لومړی هند، دویم افغانستان، درېیم شام، څلورم سومالیه، پینځم سعودي عرب، شپږم پاکستان، اووم کانګو، اتم یمن، نهم نایجېریا او په لسم نمبر کې امریکا شامله ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG