د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر ښځو د تشدد د ختمولو ۱۶ ورځنی کیمپېن پیل شوی دی


په پاکستان کې هر کال پر ښځو د تشدد ګڼې پېښې کېږي
په پاکستان کې هر کال پر ښځو د تشدد ګڼې پېښې کېږي

پراګ ـ په ټوله نړۍ کې د مېرمنو ضد د تشدد ختمولو مهم چې د نومبر له ۲۵مې پیل شوی د دسمبر تر ۲۵مې دوام کوي او په دې لړ کې به خلکو ته اګاهي ورکول کېږي چې په ټولنه کې د مېرمنو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره باید څه ډول اقدامات وشي.

په پاکستان کې د ښځو حقونو لپاره کارکونکې ادارې عورت فاونډیشن غړي عاصم ملک مشال رېډيو ته وویل چې سږ کال دا مهم د ښځو جنسي ځورونو خلاف کمپاین ته ځانګړې شوی دي.

عاصم ملک وایي، د ۱۶ ورځني مهم پرمهال هره ورځ له ښځو سره په تړلو بېلا بېلو مسئلو خبرې کیږي.

((د ښځو ضد تشدد ختمولو لپاره کومې هلې ځلې چې روانې دي نو اکثره خلک وايي، چې د داسې کارونو زیاتېدو باوجود د ښځو ضد تشدد کې هم اضافه شوې ده خو زما په فکر، اضافه له دې وجې شوې ده چې اوس د ښځو ضد د تشدد پېښې زیاتې رپورټ کیږي. بل د پاکستان تحریک انصاف په مشری موجوده حکومت په خیبربښتونخوا کې د تېر حکومت پرمهال ډیرو قوانینو ته پام شوی وو چې پر هغې یې کار وکړ او د کورني تشدد ضد یې قانون منظور کړ. اوس دا حکومت په وراثت کې د ښځې برخي لپاره هم کار کوي))

د نومبر پر ۷مه د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي مشال رېډیو ته ویلي ول چې د کابیني په غونډه کې پر ښځو د کورني تشدد ضد بل منظور شوی دی.

د خوېندو کور ادارې مشره مریم بي بي وايي، د پاکستان حکومت او د سیاستوالانو په ګډون په قانون نافذ کونکو ادارو کې سړي نه غواړي چې ښځې پرمختګ وکړي نو ځکه هم د تشدد خلاف د قانون په عملي کولو کې دلچسپي نه لري.

((په اسمبلیو او حکومت کې موجودو سړیو تراوسه دا نه ده منلې چې ښځې فیصله سازي کولی شي او هغوی سوچ او صلاحیت لري. تراوسه په پاکستان کې د ښځو ضد تشدد ختمولو لپاره قوانین هم د ښځو په هڅو جوړ شوې دي. په پاکستان کې د ښځو ضد تشدد ختمولو لپاره قوانین جوړ شوې دي خو هغه عملي کیږي نه. په کلیوالیو سیمو کې د حکومتي کارکونکو په ګډون ډیر خلک د ښځو په اړه د جوړو شوو قوانینو نه خبر هم نه دي.

په پاکستان کې د تشدد تر څنګ د ښځو بې ځایه تنګولو پېښې هم رپورټ کیږي. په دغه هېواد کې د ښځو ځورولو پرضد کارکونکې وفاقي محتسب سېکرېټریټ وایي چې سږ کال له فېبرورۍ تر سپټمبره پورې د ښځو ځورولو ۳۷۸ پېښې رپورټ شوې دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې زینت بي بي وايي، موجوده حکومت د ښځو ضد تشدد ختمولو ته ژمن دی.

((موجوده حکومت د پارلیماني ښځو یوه ډله یا کاکس جوړ کړی دی چې د ښځو د حقونو او قوانینو لپاره کار کوي. له دې سره سیاستوالان پوره ملاتړ کوي. موږ د ښځو لپاره داسې قوانین راوړل غواړو چې د اسلام او نړیوالو معیارونو خلاف نه وي او د پاکستان د اولس په ګټه وي. ))

د پاکستان د بشري حقونو کمیشن په ۲۰۱۷م کال راپور کې ویلي چې په دې کال کې په هغه هېواد کې د ناموسي وژنو ۳۰۹، د جنسي تیریو شاوخوا ۳۵۰۰، د قتل ۱۲۶۶ او د تیزابو شیندولو ۸ پېښې رپورټ شوې دي. په خېبر پښتونخوا کې د حقونو دفاع کوونکي وايي چې په تیر یو کال کې په دغه صوبه کې د ناموس په نوم تر ۵۰ ډېرې ښځې وژل شوې دي.

XS
SM
MD
LG