د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف زندان ته واستول شو


عدالت شریف ته د ډېسېمبر پر ۱۳مه اورېدنې ته د حاضرېدو امر وکړ
عدالت شریف ته د ډېسېمبر پر ۱۳مه اورېدنې ته د حاضرېدو امر وکړ

پراګ - د ډېسېمبر پر شپږمه، په لاهور کې احتساب عدالت په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف د کوټ لکپت زندان ته د استولو امر وکړ.

د اورېدنې پر مهال د مسلم لیګ (ن) ګڼ غړي او پلویان د عدالت بهر ولاړ ول او احتجاج یې کاوه. پولیسو د هغوی د وړاندې تګ مخنیوي هڅې وکړې چې له کبله یې د اخ و ډب پېښې وشوې.

پولیسو مظاهره کوونکي ووهل او ځینې یې ونیول.

د پاکستان ډان او جیو ټېلېوېژنونه وايي، د احتساب عدالت د اشیانه په نوم د کورونو جوړولو په قضیه کې شهباز شریف په عدالتي رېمانډ د لاهور کوټ لکپت زندان ته د استولو امر وکړ.

نوموړی د اکتوبر له ۱۵مې راهیسې د احتساب قامي ادارې یا نیب نیولی او څو ځلې یې د پلټنو لپاره له عدالته غوښتنه وکړه چې په خپل زندان کې دې یې وساتي.

د ډېسېمبر پر شپږمه هم د نیب چارواکو له عدالته غوښتنه وکړه چې ورته دې اجازه ورکړي چې شهباز شریف له ځان سره په زندان کې وساتي خو عدالت د نیب غوښتنه رد کړه.

عدالت شریف ته وویل چې د ډېسېمبر پر ۱۳مه دې اورېدنې ته حاضر شي.

په پېښور کې د های کورټ وکیل او د سیاسي چارو پوه شهاب الدین خټک وايي، پولیس، نیب یا بله هره اداره تر یوې ټاکلې مودې زیات وخت لپاره تورن کس له ځانه سره بندي نشي ساتلی.

دی وايي، نیب او پولیس باید مسلسل له عدالته د یوه تورن کس له ځانه سره د ساتلو غوښتنه وکړي، خو که عدالت پوه شي چې نور د پلټنو په موخه د کس له هغوی سره د ساتلو دلیل نشته، نو بیا یې په عدالتي تحویل یا رېمانډ زندان ته استوي چې معنا یې دا ده چې هغه کس کولای شي چې خپل ضمانت وکړي او خوشې شي.

د خټک په خبره، اوس به د شریف وکیل د هغه د ضمانت لارې لټوي.

د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د ډېسېمبر پر شپږمه د شهباز شریف وکیل امجد پروېز عدالت ته وویل چې له ۲۰۱۱ز کاله تر ۲۰۱۷ز پورې د شریف د مالي چارو ټول تفصیل د هغه د مالیې یا ټیکسونو په کاغذونو کې موجود دی او دا چې داسې هېڅ ثبوت نشته چې نوموړي دې له خپلې ګټې یا تنخا زیاتې پیسې لګولې وي.

خو د نیب وکیل وارث علي جنجوعه له عدالته غوښتنه وکړه چې شریف دې تر ۱۵ نورو ورځو وروسپاري چې تفصیلې پلټنې ورڅخه وکړي.

شهباز شریف په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر هم دی.

پوښتنه دا ده چې ایا د پاکستان قوانین د پارلېمان غړو ته له ګرفتارۍ یا زنداني کېدو څخه استثنا ورکوي او که نه؟

د قانوني چارو پوه شهاب خټک وايي، استثنا یوازې په ځېنو موضوعاتو کې وي او دا چې د نیب واک پراخ دی نو ځکه هغه د پارلېمان غړي هم نیولای او له ځان سره ساتلی شي.

دی زیاتوي چې البته د نیب په څېر پلټونکې ادارې دا ذمه واري لري چې د پارلېمان غړی غونډې ته حاضر کړي.

د مسلم لیګ (ن) سیاستوال شهباز شریف پر ځان لګېدلي تورونه ردوي.

نوموړی په ۲۰۱۳ز کال کې په انتخاباتو کې د پنجاب په صوبايي اسمبلۍ کې تر اکثریت تر لاسه کولو وروسته د پنجاب اعلا وزیر وو خو د درغلۍ په تورونو د ورور نواز شریف تر نااهلۍ وروسته د قامي اسمبلۍ پر څوکۍ منتخب شو.

XS
SM
MD
LG