د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پخواني ولسمشر جارج بش مړی واشنګټن ته مراسمو لپاره وړل شوی


ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پخواني ولسمشر جارج ايچ بش پر تابوت سلامي کوي
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پخواني ولسمشر جارج ايچ بش پر تابوت سلامي کوي

د امريکا د پخواني ولسمشر جارج اېچ ډبلیو بش مړی پرون پلازمېنې واشنګټن ډي سي ته ورسېد او په پام کې ده چې له ښخولو مخکې د رسمي مراسمو لپاره هلته وساتل شي. د امریکا دغه ۴۱م ولسمشر د تيرې جمعې په ورځ د ۹۴ کلونو په عمر په ټېکساس ايالت کې مړ شو.

د هغه مړی به سبا د واشنګټن په لویه ملي کلیسا کې د بهرنیو مېلمنو او د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون، له رسمي مراسمو وروسته خاورو ته وسپارل شي. په دې مراسمو کې به د ده زوی، پخوانی ولسمشر جارج ډبلیو بوش هم حاضر وي او وینا به وکړي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د بش کورنۍ منتقد دی، په دې مراسمو کې به ګډون کوي خو وينا به ونکړي. د بش مړی به بل سبا هوسټن ته ولېږدول شي او بیا به د ده د مېرمنې باربرا او لور روبین ترڅنګ چې په څلور کلنۍ کې د وینې د سرطان له کبله مړه شوه، خاورو ته وسپارل شي.

جارج اېچ ډبليو بوش په دويمه نړیواله جګړه کې د جنګي الوتکې پیلوټ و او په اویایمو کلونو کې یې د امريکا د استخباراتي ادارې سي ای اې د مشر په توګه دنده ترسره کړه. نوموړي د امريکا د بل هر ولسمشر په پرتله اوږد ژوند وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG