د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سعودي په مشرۍ اېتلاف له یمنه د ژوبلو حوثي ياغيانو د لېږدولو اجازه ورکړې


په يمن کې د حوثي ياغيانو پرضد د سعوي عرب په مشرۍ جنګېدونکۍ اتحاد وايي، سلا شوی چې د ملګرو ملتونو الوتکو ته اجازه ورکړي چې د ډېسېمبر پر درېيمه نېټه ۵۰ زخميان شوي حوثي جنګياليان د درملنې لپاره له هېواده دباندې یوسي.

د دې کسانو اېستل د ملګرو ملتونو له خوا د يمن د کورنۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانې اوونۍ په اخره کې په سويډن کې د سولې په کېدونکو خبرو اترو کې تر ګډون له مخه د حوثيانو شرط وو.

سفارتکاران وايي، تمه لري چې خبري اتري به د ډېسېمبر له پېنځمې پيل شي.

په خبرو اترو کې د بريا هيله له هغه وروسته زياته شوې چې غربي هېوادونو پر سعودي عرب فشار زيات کړی.

سعودي عرب د سني اتحاد مشري کوي او غواړي چې د يمن حکومت بحال کړي.

دا اتحاد د يمن د حکومت د ملاتړ لپاره هغه وخت جوړ شوی وو کله چې حوثيانو په ۲۰۱۴ م کال کې پلازمېنه صنعا ونيوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG