د لاسرسي ځای

تازه خبر

اشرف غني بل ځل هم د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماندېږي: مرتضوي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې د ګډون په اړه هڅې پیل کړي دي.

دغه څرګندونې د هغه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د ډېسېمبر پر دویمه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د مشال راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر غواړي چې په را روانو انتخاباتو کې بیا ځان کاندید کړي، وکړې.

ده وویل:

"په قطعي ډول ولسمشر کاندید دی او هم د خپل انتخاباتي ټیم په اړه سلا او مشورې کوي او ان شاالله خبر به یې وروسته واورئ."

له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د کورنيو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي اعلان کړی و چې غواړي په دغو انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د راروان کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي، ځانونه کاندید کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG