د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د تيلو نرخونه ټیټ شوي


د پاکستان حکومت وايي، د پيټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې يې کمې کړی.

د دې هېواد د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د نومبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې حکومت د پيټرولو او ډيزلو په نرخ کې دوه دوه روپۍ، د خاورو تيلو په نرخ کې درې روپۍ او لايټ ډيزلو په نرخ کې پنځه روپۍ کمي فېصله کړې ده.

په نرخونو کې تر کموالي وروسته په پاکستان کې د ډيزلو یو ليټر بيعه ۱۱۰،۹۴روپۍ د پيټرولو بيعه ۹۵.۸۳ روپۍ او د خاورو تيلو بيعه (۸۳.۵۰) روپۍ ټاکل شوې ده.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG