د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: له پوتين سره به پر مناسب وخت ملاقات کوم


ټرمپ: له پوتين سره به پر مناسب وخت ملاقات کوم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:44 0:00

ټرمپ: له پوتين سره به پر مناسب وخت ملاقات کوم

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي سره له دې چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې پلان شوې خبرې لغوه کړي، خو له هغه سره ”ډېرې ښې اړيکې“ لري.

د دواړو ولسمشرانو ترمنځ پلان شوې کتنه وروسته له هغې لغوه شوه چې د روسيې ساحلي ساتونکو د اوکراين ماڼوګان او اوګوټونه ونيول.

نوموړي د نومبر پر ۳۰مه په ارجنټاين کې د نړۍ د شلو صنعتي هېوادونو يا (G-20) د سرمشريزې په څنډه کې له امريکا غږ سره د مرکې پر مهال وويل چې په يوه مناسب وخت کې به له خپل روسي سيال سره وګوري. هغه زياته کړه:

"په موجوده وخت کې تاسو ته معلومه ده چې په اوکراين کې له اوګوټونو او بحري عملې سره څه وشول نو دا مناسب وخت نه دی خو زه به ملاقات کومه. زما په فکر موږ ډېرې زياتې ښې اړيکې لرو او زما په اند له روس، چين او نورو سره به اړيکې ډېرې ښې شي. زما مطلب دا ضروري دي. نو زه به پر مناسب وخت له پوتين ملاقات کومه."

ولسمشر ټرمپ د امريکا له ګاونډيو هېوادونو مکسيکو او کاناډا سره پر نوي تجارتي تړون هم خبرې کړي دي. په پام کې وه چې ډونلډ ټرمپ به نن د ډيسمبر پر لومړۍ نېټه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وګوري.

بلخوا کرملين ويلي، د دوى ترمنځ خبرو ښايي دوه ساعته وخت نيولی وای.

دا په هيلسينکي کې د جولاى مياشتې تر سرمشريزې وروسته چې دواړو ولسمشرانو سره کتلي ول، د دوى ترمنځ دويمه کتنه ګڼل کېدله.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG