د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي څارونکي له ایرانه غواړي چې د بشري حقونو هغه فعالان او وکيلان خوشې کړي چې د لازمي حجاب پرضد د مظاهرو په ښکاره ملاتړ کوي.
هغوی په یوه ګډ بیان کې چې د نومبر په ۲۹مه خپور شوی ویلي دي:
"موږ د ایران له حکومته غواړو چې په بېړني ډول هغه فعالان چې د ښځو د حقونو دفاع کوي، چې له زندانونو خوشې کړي"
د ملګروملتونو د بشري حقونو څارونکو په ځانګړي ډول د فرهاد میثمي د روغتیايي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
فرهاد میثمي په ایران کې د هغو ښځو ملاتړ کړی و چې د لازمي حجاب له قانون سره مخالفت لري.
میثمي د جولای په میاشت کې ونیول شو.
د رپوټونو په حواله، هغه د تهران په يو زندان کې دی.