د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاعر عمر دراز مروت د پښتو او پښتنو ملنګ وو


د پښتو ژبې نومیالی شاعر عمر دراز مروت.
د پښتو ژبې نومیالی شاعر عمر دراز مروت.

که څه هم عمر دراز مروت رسمي زده کړې نه وې کړې، خو په خپل کلي محلت کې دومره زده کړه ترلاسه کړې وه، چې لیک لوست یې پرې کولای شو.

د عمر دراز مروت ۶ شعري ټولګې ( ۱ـ ګل بې خاره نه وي، ۲ـ د کاڼي کرښه، ۳ـ مجمر، ۴ـ خیال خواري غواړي، ۵ـ جانانه بخت ته دې حېران یم او سړی په رنګ نه سړی کېږي) ، ۶ نثري تذکرې او ۱ شعري غورچاڼ ( زېری مې درباندې) چاپ شوي دي.

ارواښاد مروت پر شاعرۍ او لیکوالۍ سربېره پخپلې سیمې لکي مروت کې ( پښتو ادبي ټولنه شاه طوره تختي خېل) په نامه یوه ادبي ټولنه هم لرله، چې د بېلابېلو شاعرانو او لیکوالو شاوخوا ۹۹ اثار یې چاپ کړي دي.

پر دې سربېره ارواښاد مروت د (شیخ بدین) په نامه یوه مهالنۍ پښتو مجله هم چاپوله او پر خیبر پښتونخوا سربېره یې کوټې او د افغانستان بېلابېلو سیمو ته هم لېږله.

عمر دراز مروتله ډېرې مودې راهیسې د ورپېښې ناروغۍ له امله کړې ده، خو په دا وروستیو ورځو کې د پېښور په یوه روغتون کې بستر و.

که څه هم په خیبر پښتونخوا کې کومې حکومتي ادارې د هغه د درملنې په لړ کې ورسره مالي مرسته ونه کړه، خو په کابل کې ورسره ګڼو لیکوالو،شاعرانو او د مروت د شاعرۍ مینه والو د دانش خپرندویې ټولنې د مشر اسد انش له لارې د مالي مرستې کولو ټټر وډابوه.

د دانش خپرندویې ټولنې د مشر اسد دانش وايي،

" عمر دراز مروت خپل ټول ژوند د پښتو ادب خدمت ته سپارلی و. د کتابونو چاپول او خپروول یې د خدمت او د ژوند د معاش ذریعه وه، ټول ژوند یې په غریبۍ او سادګۍ تېر کړ، د ادبي خدمت لپاره یې چاته یې د مالي مرستې لپاره لاس اوږد نه کړ. مروت د ادبي محفلونه مالګه وه، نوموړي د شعر ویلو ځانګړی انداز لاره، چې هر محفل به یې رنګین کاوه. پښتو او پښتنو یو ملنګ شاعر له لاسه ورکړ. ارواښاد یې ښاده."

په خیبر پښتونخوا او د افغانستان په ګڼو سیمو کې لیکوالو، شاعرانو او د ارواښاد مروت د شاعرۍ مینه والو د هغه پر مړینه ژوره خواشیني ښودلې او دا یې پښتو ادب ته ستر زیان بللی دی.

پر لیکوالو او شاعرانو سربېره د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپلې ټویټر پاڼې دعمر دراز مروت په ناڅاپي مړینه خواشینې ښودلې او د پښتو ادب په وده کې یې د هغه کړي کارونه ستایلي دي.

د یادونې وړ ده، چې عمر دراز مروت د جمعې په ورځ مازیګر په خپل پلرني کلي (شاتوره تختي خېل، لکي مروت) کې خاورو ته وسپارل شو.

د ارواښاد مروت د شعر څو بېلګې:

زه په قتل او مقتول دواړو ژاړم

قاتل مې ځان دی او قتلېږمه زه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د سپینو نرخ په بره وخوت اوسېده ارازان شول

چې دیدنونه د ګل مخو له هر څه ارزان شول

دا ترقي نه ده د قام بې عزتي ده ټوله

کلداره لوړه شوه منم، خو پښتانه ارزان شول

له لوږې څو لا نه دي مړه عمر دراز مروته

دعا کوه که یار د مو سترګو کاته ارزان شول

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه په ترخې خبرې مرم عمر دراز مروته

زما د قتل ډېر سوچونه دې یاران نه کوي

د پښتو ژبې شاعر ګوهر وزیر وايي، مروت واده نه وو کړی، په ډېره بېوزلۍ یې ژوند تېر کړ خو ټول عمر یې د پښتو ژبې د ودې لپاره کار وکړ.

دی زیاتوي چې مروت له ۱۰۰ نه د زیاتو کتابونو او شعري ټولګو لیکوال او مولف وو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د نومیالی شاعر عمر دراز مروت پر مرینې خواشني ښودلی او په خپل فېسبوک پاڼه او ټېویټر کې ليکلي.


په ‌‌‌‌‌‌ډېرې خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د پښتو شعر او ادب پېژندل شوې څېرې عمردراز مروت د ورپېښې ناروغۍ له امله له فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

حامد کرزی کاږي ارواښاد مروت له دوو لسیزو راهیسې په ادبي او فرهنګي برخو کې فعاله ونډه درلوده او د پښتو آثارو د چاپ او تکثیر په برخه کې یې بې سارې او ارزښتمن خدمات تر سره کړي چې نه هېرېدونکي دي. د ده مرینه یوه لویه ضایعه ده.

د خپلې خواشینۍ او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډګیرنې مراتب د ارواښاد عمردراز مروت کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای(ج) له درباره ورته د جنت استدعا کوم .

روح دې ښاد وي.

د پښتو ژبې نامتو شاعر او د ګڼو نثري کتابونو لیکوال او خپروونکی عمر دراز مروت د پنجشنبې په ورځ ناوخته د پېښور په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد.

ارواښاد مروت پر ۱۹۵۸م کال د خیبر پښتونخوا په جنوب کې د لکي مروت په شاهتوره تختي خېل سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې وې او د ژوند تر وروستیو شېبې په همدغه سیمه کې اوسېده.

په اړه پوره رپورټ په لاندې غږ کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG