د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره مهلت نه شته: الېس وېلز 


له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره مهلت نه شته: اليس وېلز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:41 0:00

الېس وېلز د مرکې پر مهال

پراګ - د جنوبي او منځنۍ ايشيايي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستياله سېکرېټره الېس وېلز وايي په افغانستان کې له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی خو بايد سياسي خبري اترې ژر وشي.

الېس ويلز په برسلز کې د مشال راډيو د خبرونو له مرکزي څانګې سره په ځانګړي مرکه کې ويلي دي چې په افغانستان کې ټولې خواوې له جنګه سترې شوې دي او داسې حل یې موندل په کار دی چې نورې وسله والې ډلې له تشې ګټه پورته نه کړي. د امريکايي چارواکې الېس وېلز مرکه په پښتو ولولئ.

پوښتنه: د افغانستان خبره کېږي نو د طالبانو ذکر ضروري دی. تاسو د امن خبرو اترو بهير ته څنګه ګورئ. د خبرو او تړون لپاره د راتلونکې ۲۰۱۹ ز کال د اپريل مياشت مهلت ټاکل شوی دی، ايا دا ممکن دی؟

وېلز: هېڅ مهلت او نېټه نه شته. لومړی به یې له دې پیل کړم چې افغان حکومت څه ویلي دي. د سږ کال په فرورۍ کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل امن بهير کې د سولې أباره یو نظر وړاندي کړ. دا د سياسي جوړ جاړي خبرو اترو لپاره بې له شرطه پېشکش وو. دا بې ساری ګام وو. نړيوالې ټولنې یې په یوه خوله هرکلی کړی و. موږ د سږني کال په اوږدوکې طالبان وهڅول چې په خبرو اترو کې برخه واخلي. د کابل پروسي وروسته افغان حکومت په تاشقند کې يو واري بيا د امن وړانديز وکړو. په جون کې اوربند وشو او په هغه مياشت کې د امن فضا جوړه شوې وه. له دې وروسته د امن پروسي ملاتړ، په دې کې د سهولت کارۍ او برخې اخیستو لپاره امريکا ليوالتيا وښوده. زموږ سفارتکار زلمی خليلزاد، چې يو تکړه ډېپلوماټ دی او په افغانستان ډير زيات پوه دی، وټاکه او هغه به له اړوندو چارواکو سره ملاقاتونه کوي چې څه رنګه ټول یو ځای کړي او د امن بهير پرمخ يوسي. د موافقي لپاره هېڅ وروستۍ نېټه نه شته، خو د خبرو لپاره بیړه لیدل کېږي ځکه چې دا یوه غوره موقع ده. افغان حکومت او طالبان دواړه تيار دي. خو پوښتنه دا ده چې د طالبانو مشرتابه دې وړاندیز ته غاړه ږدي که نه.

پوښتنه: تاسو وویل چې د دې لپاره مهلت نه دی ټاکل شوی خو ایا تاسو سمه لار اخیستې ده که څنګه؟ طالبان هم پکې دلچسپي لري او که نه؟

ځواب: زما په فکر دا یوه ښه شېبه وه. یو ځل به بیا ووایم، چې مهمه وجه یې د افغان حکومت له خوا پورته کړل شوي ګامونه دي. ولسمشر غني او اجراییه رییس ډاکټر عبدالله دغه پراخ پېشکش کړی دی. افغانانو دا موقع جوړه کړې ده ځکه چې هغوی تل د امن په حمایت کې خبرې کوي. خو داسې اندېښنې هم شته چې جوړجاړی په کومه بیه کېږي؟ موږ باید د افغانانو په مشرۍ دغه سیاسي مذاکرات پیل کړو. موږ د افغان حکومت ځای نه شو اخیستای. نو زما په فکر اوسنی چیلېنج دا دی چې نړیواله ټولنه پر دغه وړاندیز متحده شي چې طالبان باېد له افغان حکومت او نورو افغانانو سره د سولې خبرو اترو ته کښېني. د امن د کامیابۍ لپاره دا ضروري ده چې د افغان ټولنې هرې برخې په ګډون دغه سیمه د مذاکراتو د پروسې د نتیجو ملاتړ وکړي.

پوښتنه: خو امريکا او مغربي ټولنه به طالبانو ته څه وړانديز کوي او دا خبره دې په پام کې وي چې طالبان د کابل حکومت نه مني.

وېلز: زما په فکر د هر چا لپاره د امن هدف ترلاسه کول تر ټولو مهم دی. طالبانو ته ډير زيات تاوانونه اوښتي دي. زما په اند طالبان هم له جګړې تنګ شوي او دا د هېچا په ګټه نه ده چې د هېواد ځېنې برخې بېلې شي او په هغو سيمو کې د حکومتدارۍ تشه د اسلامي دولت غوندې وسله واله ډله ډکه کړي. نو په داسې حالاتو کې به افغانستان نور له بدمرغۍ سره مخامخ شي خو زما په فکر، د سولې بهير ته د رسېدو لپاره دې له هره فرصته کار واخیستل شي. تاسو پوهېږئ، طالبانو په جون کې د اوربند دوام ته لېوالتیا ښودلې وه. دوی تل په جار ویلي چې د سولې غوښتونکي دي او نه غواړي چې پر افغانستان د پخوا غوندې واکمني وکړي. نو راځئ دا ازموینه هم وګورو چې دوی په ریښتيا هم د سیاسي حل لپاره خبرو اترو ته تیار دي، که نه.

XS
SM
MD
LG