د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د سولې پروسې مشري باید افغان حکومت وکړي''


سویټزرلېنډ: د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې ترڅنګ یې مېرمن رولا غني هم ناسته ده، په جنېوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پر افغانستان د ملګرو ملتونو کنفرانس ته خپله وینا وکړه. ۲۸م نومبر ۲۰۱۸
سویټزرلېنډ: د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې ترڅنګ یې مېرمن رولا غني هم ناسته ده، په جنېوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پر افغانستان د ملګرو ملتونو کنفرانس ته خپله وینا وکړه. ۲۸م نومبر ۲۰۱۸

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د نومبرپر ۲۸مه، وویل چې له طالبانو سره د سولې تړون، د روغې جوړې بهیر، په ډیموکراټیک سیسټم او ټولنه کې د هغوی ورګډولو هڅو ته یې پینځه کاله موده ټاکلې ده.

د هغه په وینا د سولې وړاندیز یې بې له شرطه دي خو د سولې لپاره شرطونه لري:“لومړی، د افغانستان د ټولو وګړیو په تېره د ښځو حقونه او د وګړیو مسئولیت د اساسي قانون له مخې خوندي دي، اساسي قانون منل شوی او د بدلون وړاندیز یې باید د قانون پر بنسټ وي، ملکي خدمات او دفاعي او امنیتي ځواکونه باید له قانون سره سم فعالیت ته دوام ورکړي، څلرم، هېڅ ډله چې مسلح یا له بهرنیو ترهه ګرو شبکو، له بهرنیو جاسوسي سازمانونو یا داسې دولتي او غیر دولتي ادارو سره تړاو ولري چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه کې وي، په سیاسي بهیر کې د ګډون اجازه نه لري. “

د افغانستان ولسمشر نن په جینوا کې نړیوالې غونډې ته وویل چې له ولس سره تر اتو میاشتو مذاکراتو وروسته یې د سولې لپاره پلان جوړ کړی او درې اساسي اندېښنې خلکو ورسره شریکې کړې دي.

د هغه په وینا، لومړی اندېښنه د افغانستان د اساسي قانون خوندیتوب دی، دوهمه له نړیوالې ټولنې سره د مشارکت ساتل او درېمه اندېښنه دا ده چې دافغانستان حکومت باید د سولې بهیر مشري وکړي او دا پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ پرمخ ولاړه شي.

غني وویل، دې شرایطو ته په پام یې له طالبانو سره د مذاکرو دولس کسیزه ډله برابره کړې چې د هغه په وینا، د جمهوري ریاست د دفتر مشر عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي.

په دې ډله کې د معارف وزیر محمد میرویس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیره حسینه ساپۍ، د لوړو زده کړو وزارت مرستیال عبدالتواب بارکزی، د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال جنرال عبدالله عباد، د ولسي جرګې غړي عطالله لودین او شاه ګل رضايي، د پکتیا والي شمیم خان کټوازی، د بهرنیوچارو وزارت د فرهنګي چارو رئیس توریالی غیاثي، د حج او اوقاف وزارت مرستیال عبدالحکیم منیب او د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي شامل دي.

د سولې مشورتي بورد چې ولسمشر غني یې نن (نومبر ۲۸مه) په جینوا کې یادونه وکړه، نهه کمېټې لري چې د هغه په وینا د افغانستان د ټولنې د هرې برخې استازیتوب کولائ شي.

د جنیوا په غونډه کې د افغانستان ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس، عبدالله عبدالله د سولې لپاره د حکومت د هڅو پر جزئیاتو خبرې وکړې. د هغه په وینا: “ له دې پرته چې د افغانستان د سولې خیال په حقیقت بدل شي، هېڅ بله چاره نه شته“

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

اجرائیه رئيس ټینګار وکړ چې د سولې مشري باید افغانان وکړي: “سوله باید د افغانانو او د افغانانو په مشري وي، باید ټول په کې شامل وي، باید د ټولو افغانانو دبشري حقونو درناوی وکړي، په تېره د ښځو د حقونو، د اساسي قانون درناوی باید په کې وشي ، د افغانستان دخلکو لاس ته راوړنې چې د زرګونه افغانانو د قربانۍ او د هغوي د نړیوالو شریکانود ملاتړ نتیجه ده ، باید په کې خوندي شي.“

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس څرګنده کړه چې دجینوا په نړیواله غونډه کې د یوشمېرهېوادونو استازو دافغانستان حکومت ته وړاندیز کړی چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې منځګړیتوب وکړي او ولسمشر اشرف غني یې هرکلی کړی دی.

خو هغه د کوم ځانګړي هېواد نوم وانه خیست.

د جنیوا په نړیواله غونډه کې د روسیې او جرمني په ګډون، د نړۍ د ۲۰ هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو اود یوشمېر نړیوالو سازمانونو استازي ګډون لري. دا غونډه د افغانستان د حکومت او ملګروملتونو په مشري جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشرې، فدریکا موغريني له افغانستانه سره د خپل سیاسي ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ. موغرینی وویل، اروپايي اتحادیه کولائ شي چې د سولې په پروسه کې د ښځو، اقلیتونو ، سیاسي اومذهبي ډلو د استازیو د ګډون لپاره ښه زمینه برابره کړي، له هغو کسانو سره چې له جګړې لاس اخلي او د هغوی له کورنیو سره عادي ژوند پیلوي په بیا مېشتېدوکې مرسته وکړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشرې، فدریکا موغريني په جنیوا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو کنفرانس ته وینا کوي. ۲۸ نومبر ۲۰۱۸
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشرې، فدریکا موغريني په جنیوا کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو کنفرانس ته وینا کوي. ۲۸ نومبر ۲۰۱۸

دې لوړ رتبه ډپلوماټې د نړۍ په یوشمېر نورو هېوادونو کې د سولې په ټینګښټ کې د اروپايي ټولنې رول ته اشاره وکړه او ویې وویل چې دوی په افغانستان کې د سولې موافقې د ضمانانو په توګه کولائ شي چې د سولې له پایښت یا بقا سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې د سولې هڅو کې د بریالیتوب خوشبیني تر هغه وروسته زیاته شوه چې د امریکا حکومت د سولې لپاره خپل ځانګړی استازی، زلمي خلیل زاد معرفي کړ.

خلیلزاد د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه تراوسه دوه واره کابل او دوحې ته تللی دی.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

هغه په قطر کې د طالبانو د سیاسي استازیو له دفتر او د افغانستان حکومت او مدني ټولنې له غړیو سره د سولې د موافقې په اړه خبرې وکړې.

طالبانو په اول وار ومنله چې په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر استازیو د امریکا له ځانګړي استازي سره د سولې لپاره پر خپلو شرایطو، رسمي خبرې کړې دي.

د افغانستان طالبانو یوه ډله په مسکو کې د افغان سولې په غونډه کې د ګډون پر مهال. نومبر ۹مه ۲۰۱۸
د افغانستان طالبانو یوه ډله په مسکو کې د افغان سولې په غونډه کې د ګډون پر مهال. نومبر ۹مه ۲۰۱۸

XS
SM
MD
LG