د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شهباز شریف پر ګرفتارۍ بېلا بېل ګوندونه جلا نظرونه لري


شهباز شریف
شهباز شریف

پراګ ـ په پاکستان کې د احتساب عدالت په امر د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د مشر شهباز شریف په نیول کېدو بېلا بېلو سیاسي ګوندو غبرګونونه ښکاره کړي دي.

احتساب عدالت د اکتوبر په شپږمه، شهباز شریف د درغلیو په تور د لسو ورځو په ریمانډ د احتساب قامي ادارې یا نېب ته حواله کړی دی.

شهباز شریف له دې یوه ورځ وړاندې نېب د درغلیو په تور نیولی وو او د اکتوبر پر شپږمه یې د پلټنو په لړ کې د وخت اخیستلو لپاره عدالت ته وړاندې کړی وو.

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د عوامي نېشنل ګوند غړي سردار حسین بابک له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل، په موجوده احتسابي عمل کې خاص کسان نیول کیږي نو ځکه د منلو وړ نه دی:

((که احتساب وي نو هغه د هر چا سره پکار دی، هغه که سیاسي خلک دي، که حکومتي افسران دي، که ججان، جرنیلان او یا صحافیان دي، څوک هم چې په درغلیو تورن وي نو پکار ده چې حساب کتاب ورسره وشي خو له بده مرغه دا موجوده عمل داسې نه دی.))

دا راز په یاده اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند غړی صاحبزاده ثناءالله وايي په خاصو موقعو د خاصو کسانو نیول د احتساب عمل مشکوکوي:

((په هېواد کې د جولای د عامو انتخاباتو نه وړاندې پخوانی وزیراعظم نواز شریف او اوس د راتلونکیو ضمني انتخاباتو نه وړاندې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شرف ونیول شو نو له دې وجې په خلکو کې دا تاثر پیدا کېږي چې دا سیاسي انتقام دی.))

د جولای له انتخاباتو وړاندې د نواز شریف او د ضمني انتخاباتو نه وړاندې د شهباز شرف نیول د سیاسي انتقام تاثر پیدا کوي.
د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړی صاحبزاده ثنا الله

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي غړی عنایت الله وايي، دومره زر د احتساب په عمل باندې شکونه مناسب نه دي:

((مونږ به ورته انتظار کوو، تمه ده چې دوی په دوو، درېوو میاشتو کې په درغلیو کې تورن نور کسان هم ونیسي. دا لا د وخت نه وړاندې خبره ده چې په احتسابي عمل دې نیوکې وشي.))

عنایت الله زیاتوي چې احتساب د دوی د ګوند په اولنیو ترجیحاتو کې شامل دی.

خو د بلوچستان په صوبايي اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی نصرالله بړېڅی تور لګوي چې د احتساب موجوده عمل د جمهوریت مخالفو قوتونو لخوا د ولسواکۍ غوښتونکیو خلاف روان دی:

((په اصل کې نواز شریف او د هغه ګوند واضحه دریځ خپل کړی چې د هېواد دننه نظام او بهرنۍ تګلارې به د ولس منتخب پارلیمان جوړوي. زمونږ په نظر نواز شریف او د هغه ګوند ته په دې خبره سزا ورکول کیږي.))

د احتساب عمل خو ایله اوس شروع شو چې داسې و نه شي نو ملک به ترقي څنګه کوي؟
د سند اسمبلۍ غړی علي غلام

بلخوا د واکمن تحریک انصاف د اتحادي ګوند ګرېنډ ډیموکرېټیک الاینس د سند صوبايي اسمبلۍ غړی علي غلام وايي:

((د احتساب عمل خو ایله اوس شروع شو او تمه ده چې په درغلیو کې د ککړو خلکو خلاف به دا عمل بې له څه امتیازه تر سره کېږي. خلکو د ملک او قام په اربونو روپۍ لوټلي او مونږ اوس په قرضونو پسې ګرځو نو د قام غلا شوې پېسې څنګه هیرې کړو؟ چې داسې و نه شي نو ملک به ترقي څنګه کوي؟))

د تحریک انصاف په واکمنۍ وفاقي حکومت وايي د هېچا خلاف به ناجایزه کاروايي نه کېږي. د دوی په وینا له هېواده په غلا بهر ایستل شوې سرمایه به بیرته راوړي او د دې لپاره یې یوه کاري ډله هم جوړه کړې ده.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG