د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له طالب استازو سره د سولې په تړاو خبرې وکړې


خلیلزاد له تېرو څو ورځو راهېسې د سیمې په سفر بوخت دی
خلیلزاد له تېرو څو ورځو راهېسې د سیمې په سفر بوخت دی

پراګ ـ راپورونه وايي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر له امریکا سره د افغانستان د سولې په اړه درې ورځې خبرې اترې کړې دي.

اېسو سي ایټيډ پرېس خبري اژانس د نومبر پر اتلسمه په یو خپور کړي راپور کې لیکي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مهمو مشرانو دا خبرې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کړې دي.

په دغو خبرو کې د هرات ولایت لپاره د طالبانو پخواني والي خیرالله خیر خوا او د طالبانو پخواني پوځي مشر محمد فاضل هم برخه واخیسته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې خو د افغانستان رسنیو د یکشنبې پر ورځ د خلیلزاد په حواله ویلي، نوموړي باورڅرګند کړی چې په افغانستان کې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو نه وړاندې به له طالبانو سره د سولې لوظنامه وشي. دغه انتخابات د راتلونکي کال اپریل په شلمه کېدونکي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی خلیلزاد له تېرو څو ورځو راهېسې د سیمې په سفر بوخت دی، نوموړي د نومبر په اتلسمه په کابل کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

افغان طالبانو تر اوږدو کلونو پورې د افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کوله او په دې اړه یې د امریکا غوشتنو ته مثبت ځواب نه ویلو.

بل پلو، د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ ویلي چې په افغانستان کې وسله وال طالبانو د بایللو په حال کې نه دي او دا چې د افغانستان د جګړې ختمول پوځي حل نه لري.

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کړي دي چې امریکا او افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو اترو شروع کولو هڅې کوي. په ۲۰۰۱م کال کې تر خپل حکومت نسکوریدو وروسته طالبان دا مهال تر ټولو زیاتې سېمې په ولکه کې لري.

جنرل جوزف ډنفورډ د نومبر پر ۱۷مه، د کاناډا په هیلي فېکس ښار کې د امنیت په اړه د یوې مباحثې پر مهال وویل، د ده په فکر سمه خبره دا ده چې طالبان دا مهال د افغانستان جګړه نه بایلي.

خو نوموړي زیاته کړې، باوري دی چې طالبانو ته هم معلومه ده چې یو نه یو وخت به دوی روغې جوړي ته راګرځي. نو ځکه نړیوال کوشش کوي چې طالبان خبرو اترو ته رضا کړي.

XS
SM
MD
LG