د لاسرسي ځای

تازه خبر

نور جنګ بس کړئ: افغان مېرمنې


ننګرهار.
ننګرهار.

د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسواليو مېرمنې د سولې تر نامه لاندې د ښځو ملي اجماع جوړه کړې وه.

په دغه اجماع کې مېرمنو په دولت غږ وکړ چې د سولې په پروسه کې د ښځو د حقونو تامین ته پام واړول شي او د دولت له مخالفینو يې وغوښتل چې جنګ بس کړي او سولې ته غاړه کښېږدي.

د سولې په تړاو د مېرمنو دا ملي اجماع د چارشنبې په ورځ د ننګرهار په شاهۍ مانۍ کې جوړه شوې وه د افغانستان د سولې شورا ښځینه غړو، د ولسمشر د مېرمنې د دفتر ښځينه غړیو او د ښځو چارو ریاست او ښځینه تابیا نيولې وه.

​د افغانستان د سولې په عالي شورا کې ښځینه غړې ملالۍ شينواري چې له مرکزه د مېرمنو د يوه پلاوي مشري يې کوله، رسنيو سره په خبرو کې وویل:

''ټولې افغان ښځې شاید دا اندېښنه ولري چې داسې سوله راشي چې بیا په کې زموږ حقونه تر پښو لاندې شي، یا دا چې د ټولنې نمايي برخه ښځې دي، هغه ونه شي کړی چې په دغه پروسه کې هغه اغېزناکه رول چې باید ولري، دوی تر سره کاندي. واورو چې ننګرهارۍ مېرمنې د سولې په اړه څه نظر لري، او د دوی له نظره د سولې په اړه باید څه وشي‎؟''

په غونډه کې ګډونوالو مېرمنو د سولې اړوند خپل نظرونه څرګند کړل او د دولت په مخالفینو يې غږ وکړ چې له جنګه لاس واخلي او سولې ته غاړه کېږدي.

د جلال اباد ښار د يوه دولتي ښوونځي ښوونکي بصري ساپۍ وايي:

''د دولت له مخالفینو نه مې دا هيله ده چې جنګ بس کړي، سوله کې ژوند دی، که سوله نه وي ژوند له منځه ځي، علم په کې نشته، ښوونځي په کې تړل کېږي، د سواد کچه په کې ټيټېږي او له منځه په کې ځي. نو د مخالفینو نه زموږ دا هیله ده چې جنګ دې بس کړي، سولې ته غاړه کېږدي او مذاکراتو ته دې حاظر شي.''

مدني فعاله نظیفه بارکزۍ وايي، که افغانان په سوله کې پرېښودل شي، نو کولای شي چې د نورې نړۍ په څېر پرمختګ وکړي.

''موږ افغانان هم د پرمختګ حق لرو، او دا توانايي هم لرو چې موږ پرمختګ کولای شوو، خو مخالف وسله وال موږ نه پرېږدي، ورځ تر بلې زموږ ژوند تریخېږي. نو موږ به څنګه پرمختک وکړو، هيله مو ترې دا ده چې د سوله مخه دې نه نیسي.''

موسکا حبیبي وايي، دوی به خپلې هلې ځلې تر هغې جاري وساتي، څو پورې چې هېواد کې سوله نه راغلي.

''موږ د سولې تږي یوو، موږ بل هيڅ هم نه غواړو، که سوله وي هر څه شته دی. په دې درې لسیزو کې موږ خپل ورونه، پلرونه له لاسه ورکړل. نور نه غواړو چې له لاسه يې ورکړو. دې اجماع ته به ادامه ورکوو. موږ به خپل غږ تر هغې اوچتوو، تر پورې چې سوله نه وي راغلي.''

د سولې د اجماع په تړاو له مرکزه د راغلي پلاوي مشره ملالۍ شينواري وايي چې تر دې وړاندې يې په څلرويشت ولایتونو کې د سولې په تړاو د ښخو ملي اجماع جوړي کړي، د ښځو نظریات او وړاندیزونه يې راټول کړي دي او زیاتوي چې په پاتې نورو ولایتونو کې به هم ورته ملي اجماع جوړوي او بیا افغانستان د مېرمنو له نظریاتو او وړانديزونو څخه غورچاڼ راوباسي او د سولې د عالي شورا په کړنلاره کې به يې ځای کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG