د خېبر پښتونخوا حکومت وايي، له صوبې سره د قبايلي سيمو د عملي شاملولو لپاره يوه کاري کمېټه جوړه کړې ده.
د وزيراعلی وياند اجمل وزير د نومبر پر ۲۷مه په پېښور کې مشال راډيو ته وويل چې دا کمېتې به قبايلي ضلعو ته د عدالتونو د واک غځولو او خلکو ته د روزګار برابرونې تر څنګ نورې چارې څاري.
د پاکستان حکومت تېر کال قبايلي سيمې له خېبر پښتونخوا سره شاملې کړي خو خلکو يې په بېلابېلو وختونو کې مشال راډيو سره خبرو کې شکايت کړی چې تر اوسه پکې اصلاحات نه دې عملي شوي، ترقياتي کارونه نشته او اوسنی ډپټي کمشنر يا پخوانی پوليټيکل ايجنټ لا هم ډېر واکونه لري.