په واشنګتن کې په دوشنبه د هغه امریکايي سرتېري خدمت وستایل شو چې په شنبه په هلمند ولایت کې ووژل شو.
۲۵ کلن لیناردو جاسو د واشنګټن اوسېدونکی وو.
هغه دوه ځلې مخکې هم په افغانستان کې عسکري دوره تېره کړې وه.
د واشنګټن والي په دوشنبه په یوه بیان کې وویل چې امریکا د لیناردو پر خدمت او سرښندنه ویاړي.
هغه د واشنګټن سټېټ د چیلان کونټي اوسېدونکی و چې ۲۰۰۰ استوګن لري.