د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند د بهرنیو چارو وزیره د کرتارپور دهلېز پرانیستو لپاره پاکستان ته نه ځي


هر کال زرګونه سېکان له هنده د ګورو نانک په کلنیو مراسمو کې د ګډون لپاره پاکستان ته ځي
هر کال زرګونه سېکان له هنده د ګورو نانک په کلنیو مراسمو کې د ګډون لپاره پاکستان ته ځي

پراګ - ټاکل شوې چې د هند دوه وزیران د نومبر پر ۲۸مه په هغې پاکستانۍ غونډه کې ګډون وکړي چې ورسره به د دواړو هېوادونو د سېکانو تګ راتګ لپاره یو دهلېز پرانیستل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د نومبر پر ۲۴مه پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل چې خپلې هندۍ سیالې سوشما سوراج ته یې د کرتارپور دهلېز پرانیستو مراسمو ته د ورتګ بلنه ورکړې.

د نومبر پر ۲۵مه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوراج ویلي چې وار له مخه مصروفیتونه لري نو ځکه په مراسمو کې ګډون نه کوي.

ټاکل شوې چې د شورو پر ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د پنجاب په نارووال کې د کرتارپور د لارې یا دهلېز جوړېدل پرانیزي چې ورسره به د دواړو هېوادونو سېکان په اسانۍ سپېڅلو ځایونو ته د تګ راتګ اجازه ولري.

سېکان غواړي چې د خپل مذهبي مشر ګورو نانک د ۵۵۰مې کلیزې په مناسبت په پاکستان کې د هغه یوه لوی مزار ته ورشي.

هر کال زرګونه سېکان له هنده پاکستان ته ورځي او هلته د ګورو نانک په کلنیو مراسمو کې ګډون کوي.

خو دا کار اکثر د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو تعلقاتو له کبله ځکه اغېزمنېږي چې سېکان په اسانۍ ویزه نشي ترلاسه کولای.

نوي دلي د نومبر پر ۲۲مه د دې لار پرانیستو منظوري ورکړه.

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري هغه مهال ویلي ول چې د نوي دلي دا اقدام په دواړو هېوادونو کې د سوله خوښیو کسانو د بریا معنا لري.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې پاکستان ته په استولي لیک کې ویلي چې حکومت د لارې پرانیستو مراسمو ته د هېواد دوه وزیرانوراستوي.

تر دې مخکې په سېپټېمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي شورا په کلنۍ غونډه کې هم د پاکستان او هند د بهرنیو چارو د وزیرانو د ملاقات پرېکړه شوې وه خو هند دا ملاقات منسوخ کړ او ویې ویل چې پاکستان ترهګر لمانځي.

د دې اقدام لامل دا وو چې پاکستان د هند تر واک لاندې کشمیر کې د یوه وسله وال برهان واني تر وژنې وروسته د هغه په یاد د ډاکخانې ټېکېټونه خپاره کړل.

نوی دلی واني ترهګر بولي خو اسلام اباد وايي چې هغه بېګناه وو او ماورای عدالت وژنه یې شوې.

هند اکثر پر پاکستان تور پورې کوي چې په کشمیر کې د وسله والو ډلو ملاتړ کوي خو اسلام اباد دا تور ردوي او وايي، د نوي دلي اداره په کشمیر کې د بشري حقونو په پراخه سرغړونه کې ککړه ده.

XS
SM
MD
LG