د لاسرسي ځای

تازه خبر

م م: هند او پاکستان پر یوه بل د ترهګرۍ پاللو تورونه ولګول


د ملګرو ملتونو په ۷۳مه عمومي اسمبلۍ کې هند او پاکستان یو بل تورن کړل چې په سیمه کې ترهګري پالي کار ترې اخلي.

په‎ دې روانه اسمبلۍ کې د هند یوې لوړپوړې استازې اینم ګمبیر وویل، پاکستان باید د نورو د ملامتولو پرځای د "نوي پاکستان" لیدلوری وښيي چې د "دوکې او ورانولو" دریځ یې اړولی دی.

دی وايي:

"موږ د پاکستان ادعا واورېدله چې د ترهګرۍ ضد جګړه ‎کې یې بری موندلی، خو راځئ چې دغه ادعاو ته یې یو ځل وګورو:

  • پاکستان دا حقیقت ردولی شي چې د ملګرو ملتونو له‎خوا پېژندل شوي ۱۳۲ ترهګر او ۲۲ ترهګرو ډلو ته‎ یې تر اوسه پناه نه ‎ده ورکړې او ملاتړ یې نه‎ کوي؟
  • پاکستان به دا رد کړي چې د ملګرو ملتونو له خوا پېژندل شوی ترهګر حافظ سعید په ‎دغه هېواد کې دننه ازاد ګرځي او په انتخاباتو کې کاندیدان دروي؟" ​
اینم ګمبیر
اینم ګمبیر

ګمبیر دا خبرې د ملګرو ملتونو په درې اویایمه عمومي اسمبلۍ کې د پاکستان بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د شنبې ورځې تر خبرو وروسته وکړې چې هند‎ یې په پاکستان کې د ځینو مرګونیو بریدونو ذمه وار وباله.

ګمبیر وویل چې هند په پاکستان کې په ترهګرو بریدونو تل خواشیني ښودلې او په دغو بریدونو کې د هند په ښکېلولو سره پاکستان وژل شویو بې ګناه انسانانو ته سپکاوی کوي.

سوشما سواراج
سوشما سواراج

په ملګرو ملتونو کې د هند دې ډیپلوماتې که څه هم د پاکستان د تورونو د ځواب په نوبت کې دا خبرې وکړې، خو تر هغې مخکې د هند بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج هم په خپله وینا کې پاکستان د سیمې په ټولو ناکراریو کې ښکېل وباله.

خو پاکستان بل څه وايي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې وویل چې په پاکستان کې ګڼ ترهګر بریدونه د هند په ملاتړ شوي.

هغه وویل، پاکستان د ترهګرۍ پروړاندې ډېره مبارزه کړې، خو هند‎ یې په کراره نه پریږدي.

قریشي زیاته کړه:

"زموږ ختیځ ګاونډی هېواد لا هم د پاکستان پرضد ترهګر پالي. پاکستان به د پېښور پر یوه ښوونځي باندې د ماشومانو ټولوژنه او د مستونګ مرګونی برید چې د هند له ملاتړ برخمنو ترهګرو کار وو، هېڅکله له یاده ونه باسي."

شاه محمود قریشي
شاه محمود قریشي

په‎دې تورونو سربېره په کشمیر کې د هند او پاکستان همیشنۍ لانجه هم د دواړو هېوادونو د استازیو د وینا یوه اصلي برخه جوړوله.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې هند د کشمیر په اشغال سره ترهګري پالي او پر خلکو ظلمونه کوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د هند ډیپلوماتې اینم ګمبیر پاکستان د کشمیر په اړه په سرغړویو او وژنو تورن کړ او ټینګار یې وکړ چې کشمیر به د هند خاوره وي او پاتې به شي.

صفي‎الله ستانکزی

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG