د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټیریزا مې له ولسه د برېګزټ د ملاتړ غوښتنه وکړه


د برتانيې وزيراعظمې ټیریزا مې پر خپل ولس غږ کړی چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د پلان یا برېګزيټ ملاتړ دې وکړي.

اغلې مې له ولسه دا غوښتنه د برېګزېټ په اړه د اروپايي ټولنې د کېدونکې سرمشرېزي نه وړاندې کړې ده. ټیریزا مې قام ته په یوه خط کې ژمنه وکړه چې د ملي ژوند یوه نوې دریڅه پرانېستل کېدونکې ده.

هغې وویل، دا تړون یې د هیواد په ګټه دی او د نومبر په ۲۵مه به په برسلز کې د برېګزېټ په اړه له ۲۷ هیوادونو سره پرېکړې ته ورسېږي.

که چېرې د اروپايي اتحادیې ټول ۲۷ هیوادونه د برسلز په سرمشریزه کې د بریګزټ تړون په اړه موافقه وکړي، بيا به هم ټیریزا مې د دې تړون د منظورېدو لپاره د بريتانیا د پارلمان منظورۍ ته اړتيا ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG