د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيې حلب ته د کیمیاوي موادو څېړوونکي لېږلي


د شام حلب ښار جنګونو کنډو کپر کړی
د شام حلب ښار جنګونو کنډو کپر کړی

روسیه وايي، وروسته له هغې یې د شام حلب ښار ته د کیمیاوي موادو پوځي کارپوهان لېږلي دي چې په یاد ښار د یاغیانو لخوا د توغندو له توغولو وروسته لسګونو کسانو ته د سالنډي او د لید ستونزې پيدا شوې.

د روسیې د دفاع وزارت وياند اېګور کوناشېنکوف د نومبر پر ۲۵مه خبریالانو ته وویل، شام ته یې د کیمیايي، ايټمي او بیالوژیکي وسلو د ساتنې د برخې کارپوهان استولي دي. تر دې وړاندې د شام تلویزیون په روغتون کې ډاکتران وښودل چې د هغو کسانو درملنه کوي چې ظاهراً د کیمیايي موادو په حمله کې ژوبل شوي دي.

نوموړي وويل، د روسیې کارپوهان به ناروغانو سره ویني او هغه چاپېریال به څاري چې د وسله والو مخالفینو له لوري پکې زهرجن مواد استعمال شوي دي.

خو بل پلو، ياغيانو د کيماوي وسلو د کارولو تورونه رد کړي دي. تر دې مخکې د شام حکومتي ځواکونو د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمي باندي توغندي ويشتلي وو چې په کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي وو چې پکې ماشومان هم شامل وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG