د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه د نومبر پر۲۳مه د هغو۱۱ کسانو د مرګ سزا تایید کړې ده چې پوځ یې ترهګر بولي.
پر سزا وارو کسانو د ترهګرۍ، د ولسي وګړو د وژنې ترڅنګ د پاکستان پر پوځ او امنیتي ادارو د بریدونو تورونه ول.
په بیان کې د دغو ترهګرو نومونه او د هغوی د جرمونو تفصیل ورکړل شوی خو پکې دا نه دي ويل شوي چې دوی دغه جرمونه په کوم ځای او کله کړي ول او د دوی تعلق د کوم ځای او له کومې وسله والې ډلې سره دی.
د پوځ لخوا د خپاره شوي بیان تر مخه دا کسان د ۲۵ امنيتي سرتېرو، يو ولسي وګړي او په سکولونو ویجاړول کې تورن ثابت شوي او د نيولو پر مهال له دوی څخه باوردي مواد او وسلې ترلاسه شوي دي او خپل جرمونه يې هم منلي دي.
تر دې مخکې هم د پوځ مشر د یو شمېر مشکوکو کسانو د مرګ سزا تایید کړې وه چې پوځ ترهګر ګرځولي ول.