ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په اړه د جنیوا په راروان کنفرانس کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ، د افغانستان د سولې پر روانو هڅو هم خبرې او بحثونه وشي.
په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ لپاره د ملګرو ملتونو استازي ټوبي لینزر د نومبر پر ۲۳مه په جېنېوا کې وویل، د افغانستان د جګړې د سوله ییز حل په اړه د نړیوالې ټولنې همغږي بې سابقې ده او د سولې لپاره زیات فرصتونه رامنځته شوي دي.
لینزر وویل، د افغان ولسمشر او لوېدیځو ډیپلوماتانو له څرګندونو ښکاري چې د افغانستان د سولې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.
د افغانستان په اړه جېنېوا کنفرانس د راتلونکې سېشنبې او چار شنبې په ورځو کې جوړېږي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د جېنېوا په کنفرانس کې ګډون کوي.