د لاسرسي ځای

تازه خبر

واشنګټن د ریاض نېږدې ملګری دی: ټرمپ


د سعودي عربستان پاچا سلمان او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ.
د سعودي عربستان پاچا سلمان او د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په تېره میاشت کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي پر وژنه د نړیوالو د غندنې باوجود له سعودي عرب سره د یوه اتحادي هېواد د پاتې کېدو ژمنه کړې ده.

د نومبر پر ۲۰مه په یو بیان کې ولسمشر ټرمپ له سعودي عرب سره د دغه هېواد د اړیکو دفاع کړې او وایي، سعودي عرب په امریکا کې په زیاتې پانګونې راضي شوی دی.

خبریال خاشقجي د امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ یو کالم لیکونکی وو چې د سعودي عرب د حکومت سخت نقاد وو، د اکتوبر پر دویمه نېټه په استنبول کې سعودي سفارت ته تر ننوتو وروسته ووژل شو، سعودي چارواکو د دغه وژنې تور په یو اېجنټ پورې کړی او د دې ادعا تر دید یې کړی چې ګنې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان په دې اړه مالومات لرل.

بلخوا ولسمشر ټرمپ ویلي که هر څه وي دوی به له سعودي عرب سره خپل تعلقات ساتي.

واشنګټن د خبریال خاشقجي په وژنه کې په ۱۷ مشکوکو سعودي چارواکو بندیزونه لګولي دي، خو د کانګرس ځینې غړي د سختو ګامونو غوښتنه کوي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG