د شیکاګو پولیس وايي، یوه وسلهوال د ښار په روغتون کې ډزې کړې او د یوه پولیس افیسر په ګډون یې لږ تر لږه درې کسان وژلي دي.
د شیکاګو ښاروال راهم امانویل په وینا د پولیس افیسر ترڅنګ یو ډاکتر او د روغتون د درملتون یو کارکوونکی هم وژل شوی دی.
چارواکي وايي، بریدګر هم مړ دی، خو معلومه نهده چې د پولیسو په ډزو لګېدلی که یې په خپله ځان وژلی دی.
د پېښې لیدونکي وايي، بریدګر هله ډزې پیل کړي چې د ګاډو تمځي (پارکینګ) ته نږدې له یوې ښځې سره روان و او ناڅاپه یې پر همدې ښځې څو ډزې وکړې او وروسته روغتون ته ننووت او ډزو ته یې دوام ورکړ.