د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېری ګوندونه وايي ، د طاهر داوړ د قتل په اړه د نړیوالو پلټنو ملاتړ کوي


طاهر داوړ

د پاکستان زیاتره لویو ګوندونو د طاهر داوړ تښتول کېده او بیا وژل کېده غندلي او د دې پېښې د پلټنو غوښتنه یې کړې ده خو د نوموړي کورنۍ د پاکستاني وزیراعظم عمران خان له خوا د پلټنو امر رد کړی دی.

د پېښور پولیسو د وژل شوي ایس پي طاهر داوړ زوي امجد طاهر د خپل پلار تر ښخولو وروسته د هغه پر قبر غوښتنه وکړه چې په دې اړه دې نړیوالې پلټنې وشي.

سیاسي ګوندونه وايي ، دا د طاهر داوړ د کورنۍ حق دی چې له هره اړخه د رڼو تحقیاتو غوښتنه وکړي.

د عوامي نشنل ګوند ویاند او پخواني سنېټر زاهد خان د جمعې په ماښام مشال راډیو ته وویل ، دوي په مکلکه توګه د طاهر داوړ د وژل کېدو په اړه د نړیوالو پلټنو غوښتنه کوي.

زاهد خان وویل، “ پنځلس ورځې دوي په دې اړه هیڅ هم ونکړل چې دا سړی ورک دی چېري دی او چېري نه دی نو موږ د ده له بچیو سره ولاړ یو او نړیوالې پلټنې دې وشي ، زموږ د پاکستان پر تحقیقاتو نه اعتماد شته نه مو پرې باور شته.”

د پښتونخوا ملي عومي ګوند مخکښ سنېټر عثمان خان کاکړ وویل ، د پاکستان حکومت د طاهر داوړ د خوشي کولو لپاره هیڅ سنجیده هڅې ونکړې.

عثمان خان کاکړ وویل ، دوي د هغه له کورنۍ سره ولاړ دي او د هغوي د غوښتنې مکمل ملاتړ کوي.

ده وویل، “دا د طاهر داوړ د کورنۍ حق دی او دوي به هغه وخت ډاډمن شي چې په دې اړه سمې پلټنې وشي”.

د جمعیت علما اسلام ف ډلې مخکښ مولانا ګل نصیب وویل ، د پاکستان خپلې ادار باید داسې پلټنې وکړي چې د طاهر داوړ کورنۍ او ټول خلک مطمین کړي.

مولانا ګل نصیب زیاته کړه چې د طاهر داوړ زوی ته د داسې غوښتنې حق حاصل دی خو تر دې وړاندې د ملک د وزیراعظم په څېر خلک وژل شوي دي او نړیوالو ادارو یې پلټنې کړې دي خو څه نتیجه یې مخې ته نده راغلې.

د مولانا ګل نصیب اشاره د پاکستان پپلز ګوند مشرې او پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بټو دوژل کېدو په اړه نړیوالو پلټنو ته وه.

د پپلز ګوند مخکښ اخوندزاده چټان مشال راډیو ته وویل ، دوي هم د امجد طاهر د غوښتنې ملاتړ کوي.

نوموړي وویل، “بلکل موږ د دوي د غوښتنې ملاتړ کوو یا دې عدالتي پلټنې وشي او یا دې ورته پارلماني کمېټۍ جوړه کړل شي او که یې نړیوالې پلټنې وشي هم څه بده خبره نه ده.”

د پاکستان مسلم لیګ نون د موقف لپاره مو د یاد ګوند له یو مرکزي مشر خواجه اصف سره خبرې وشوې خو هغه په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د جماعت اسلام مخکښ پروفیسر ابراهیم وویل ، په څه چې د طاهر داوړ کورنۍ مطمینه کېږي موږ د هغې خبرې ملاتړ کوو.

پروفیسر ابراهیم زیاته کړه چې “موږ حکومت ته دا وایو چې د طاهر خان داوړ کورنۍ ته دې ډاډ ورکړ چې په دې اړه به په صفا توګه پلټنې کېږي او مجرم ته به سزا ورکول کېږي”.

دا پوښتنه هم مهمه ده چې ایا د داسې پېښو په نړیواله توګه پلټنې کېدای هم شي او که نه؟

قانون پوه شیر محمد خان وايي ، که څه هم په پاکستان کې داسې قانوني لاره نشته خو د ده په وینا ، دا غوښتنه نه یوازې ډېر ارزښت لري بلکې ډېرې پوښتنې هم راپورته کوي.

شیر محمد خان وویل ، “دا د ملک د ادارو پر کردار د ولس د شکونو راپورته کېدو په اړه لوی سوال دی او د طاهر خان داوړ د بچي غوښتنه ډېره پر ځای ده خو په پاکستان کې داسې قانون نشته چې د دې په نړیواله توګه پلټنې وشي”.

د یادونې وړ ده چې وزیراعظم عمران خان وار له مخه د طاهر داوړ د تښتول کېدو او وژل کېدو په اړه د کورنیو چارو د ریاستي وزیر شهریار اپرېدي په مشرۍ کې د پلټنو امر کړی دی.

شهریار اپرېدي ویلي دي چې شفاف تحقیقات به کوي او په دې پېښه کې ککړو کسانو ته به داسې سزا ورکوي چې نور ترې زده کړه وکړي.

خو پښتون ژغورنې غورځنګ د عمران خان تر دې اعلان سم دستي وروسته وویل چې طاهر داوړ په پاکستان کې تښتول شوی وو او مړی په افغانستان کې ومیندل شو نو دوي به یوازې د نړیوالو پلټنې نتیجې ومني.

د پېښور د کلیوالو سیمو د پولیسو مشر طاهر داوړ د ۲۰۱۸م کال د اکتوبر پر ۲۷مه له اسلام اباده ورک شو او بیا یې پاکستانیو چارواکو د نومبر پر ۱۳مه د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د مړي میندل کېدو پخلی وکړ.

XS
SM
MD
LG