د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي وايي ، د سرتېرو د مرګ ژوبلې کمولو نوې تګلاره یې جوړه کړې


غفور احمد جاوید
غفور احمد جاوید

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د جګړې په ډګر کې يې د افغان سرتېرو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره نوې ستراتيژي جوړه کړې ده.

د دغه وزارت وياند غفور احمد جاوېد مشال راډيو ته وويل، “ پر دې ستراتیژۍ له تېرو دوو درېیو میاشتو راهیسې کار پیل شوی دی،چې مقصد یې په روانه جګړه کې افغان عسکرو سره مرسته کول دي.”

تر دې مخکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په يو راپور کې ليکلي وو چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغانستان څه باندې ۲۸ زره پولیس او د پوځ سرتېري وژل شوي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، يوازې د نومبر له نهمې تر پنځلسمې لږ تر لږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.

ورځپاڼه لیکي، د ولسمشر غني له خوا د دغو اعلان شویو شمېرو له مخې هره ورځ څه نا څه ۲۵ افغان سرتېري وژل کېږي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG