د واشنګټن د فشار په نتیجه کې عراق د د دغه هېواد له کرکوک سیمې یو ځل بیا د تیلو لېږل پيل کړل.
په کرکوک کې د عراق د مرکزي حکومت او د کردانو د نیمه خودمختاره سیمې ترمنځ د شخړې له امله له نږدې یو کال راهیسې د تیلو په برامدولو بندیز وو.
د امریکایي حکومت دواړه لورې وهڅول چې دغه شخړه هواره کړي او تیلو خرڅول پېل کړي. ترڅو په نړیوالو بازارونو کې د ایران د خامو تیلو مخه ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر نوریت پرون په ټویټر کې ولیکل چې د کرکوک د تیلو برامدات یو مهم ګام دی چې په نړیوال مارکیټ کې د ایران د تیلو مخه ونیسي .
د عراق د تیلو د وزارت ویاند عاصم جهاد وویل چې له شوي تړون سره سم به له کرکوک نه د ورځې له پنځوس زرو تر یولک بیرلو پورې تیل استخراج شي، او دا به د عراق د تېلو د برامداتو نه جدا وي.
عراق د تېلو د پېداکونکیو هېوادونو د ادارې اوپېک دویم هغه هېواد دی چې په نړی کې تر ټولو زیات د ورځې ۴.۵ اربه بېرله د تېلو برامدات کوي.