د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا کې نیول شوی امریکايي خوشی شوی دی


د شمالي کوریا بیرق.
د شمالي کوریا بیرق.

د اکتوبر په مياشت کې د شمالي کوریا لخوا نيول شوی يو امريکايي خوشې کړل شوی او امریکا ته استول شوی دی.

دغه کس چې د شمالي کوریا رسنيو یې د بروس بايرن لاورنس په نامه شناخت کړی د اکتوبر په ۱۶مه هغه مهال ونيول شو چې چين د پولې شمالي کوریا ته اوښتی.

دا مالومه نه ده چې دغه کس ولې نيول شوی وو خو د ګرفتارۍ پر وخت د شمالي کوریا چاراکو ويلي ول چې ياد کس د امریکایي له استخباراتي ادارې سي ای ای سره تړاو لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مايک پومپيو په دې اړه خپور شوي په يو بیان کې د شمالي کوریا او سويډن منندوي کړې چې د دې کس د خوشې کولو په لړ کې یې همکاري کړي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG