پاکستاني پوليس وايي چې تيره شپه په کراچۍ کې د سړک غاړې يوې بمي چاودنې دوه کسان وژلي او لږ تر لږه اته نور يې ژوبل کړي دي.
د چارواکو په خبره د کراچۍ په ملير ضلع کې دې چاودنې ودانيو ته زیان رسولې او په سیمه کې يې ناقراري خوره کړې ده.
د کراچۍ د پوليسو يو لوړ پوړي چارواکي عرفان علي بهادر اې ايف پي خبري اژانس ته ويلي چې دا ټایم بم د يو لاس ګاډي لاندې اېښودل شوی وو.
د پوليسو په خبره په دغه سیمه کې زیاتره وخت ګڼه ګوڼه وي او خلک پکې د لاس په رېړیو کې ميوې او نور شيان خرڅوي.
د پوليسو په خبره وژل شوي او ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي.
چا د دې پېښې زمه واري نه ده منلې.