پاکستان وايي امنیتي ځواکونو یې له ۱۲ څخه پنځه ایراني پوله ساتونکي بازیاب کړي دي چې یوه میاشت مخکې د دواړو هیوادونه له سرحدي سیمې تښتول شوي وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د نومبر پر ۱۵مه ماښام پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د پاکستان قانون نافذونکو ادارو او امنیتي ځواکونو په کوښښونو دغه تښتول شوي ساتونکي راخلاص کړل شول چې صحت یې ښه دی او ایراني انتظامیې ته به وسپارل شي.
نوموړي وویل، د پاتې ساتونکو د بازیابۍ لپاره له پوځي مشرتابه سره يې په ګډه کوښښونه روان دي.
ایراني میډیا د هیواد د سپاه پاسدارانو ځواک د مشر جنرال محمد علي جعغري له خولې د پنځو ساتونکو د واپسۍ د خبر تصدیق کړی دی.
د جېش العدل په نوم یوې وسله والې ډلې د ایران د امنیتي ځواکونو د تښتولو ذمه واري منلې وه.
د وسلهوالو لخوا په تښتول شویو کسانو کې د ایران د سپاه پاسداران او د استخباراتو غړي هم شامل وو.