د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اقتصادي وضعه نور هم خرابېږي: ای اېم اېف


د پېسو نړیوال صندوق.
د پېسو نړیوال صندوق.

د پېسو د نړیوال صندوق ترمخه د روان کال په پای کې به په ایران کې د ګرانۍ شرح د ۴۰ فېصدو څخه هم زیاته شي او اقتصادي وضعه به یې خرابه شي.

د نومبر پر ۱۳مه د منځني ختیځ د اقتصاد په اړه په یو خپور شوي راپور کې (IMF) ویلي چې د امریکا له بندیزونو سره به په روان کال کې د ایران اقتصادي پېداوار ۱.۵ فېصده ښکته شي او اقتصادي وده به یې په راروان کال کې ۳.۶ فېصدوته ټېټه شي.

د پېسو نړیوال صندوق دا هم وایي، دا پر ایران د امریکايي بندیزونو د بیا عملي کولو اثرات ښايي او ممکنه ده په راروانو دوو کالونو کې د ایران د تېلو پېداوار او په برامداتو کې هم کمی راشي.

دا اقتصادي بدلون له هغې وروسته مخې ته راغی چې کله په ۲۰۱۵م کال کې د ایران او نړیوالو طاقتونو ترمنځ د ایټمي تړون له مخې پر دغه هېواد نړیوال بندیزونه لرې کړل شول او په ۲۰۱۶ کال کې د دغه هېواد اقتصادي ودې کې ۱۲.۵ فېصده زیاتوالی ولیدل شو.

د امریکایي ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د ایټمي تړون د امریکا د وتلو فېصلې وروسته پر ایران دغه بندیزونه بیا عملي شول.

بلخوا نورو نړیوالو طاقتونو ویلي باید پر دغه تړون تر هغې ولاړ پاتې شي تر څو ایران خپل ایټمي فعالتونه محدودوي او په دغه تړون عمل کوي خو دغې د امریکایي بندیزونو په ځواب کې د ایران اقتصاد د غورځېدو بچ ونه ساتو.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG