د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو په غزني کې د ۱۵ وسله والو د وژلو ادعا کوي


په غزني کې د افغان ځواکونو عملیات.
په غزني کې د افغان ځواکونو عملیات.

افغان چارواکي وايي په غزني ولایت کې ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په پکتیا کې د پوځ رسنیز دفتر د نومبر پر ۱۳مه مشال ریډیو ته په استولې شوې خبرپاڼه کې وايي چې د نومبر پر ۱۲مه د افغان ځواکونو په عملیاتو او د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې د غزني په مقر او اندړو ولسوالۍ ۲۳ وسله وال وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

د خبرپاڼې ترمخه په دې عملیاتو کې د مقر ولسوالۍ په لړم نومې سیمه کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ۱۵ وسله وال وژل شوي او شپږ تنه ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، نړیوالو هوايي ځواکونو د غزني د اندړو ولسوالۍ د کمال خېلو په سیمه کې هم هوايي بریدونه کړي، چې اته وسله وال په کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو رسنیو ته د غزني په مقر او اندړو ولسوالیو کې دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG