چارواکي وايي د نومبر پر ۱۲مه د شمالي وزیرستان په رزمک سب ډیویژن کې نا څرګنده وسله والو په ډزو یو پوځي افسر وژلی دی.
د شمالي وزیرستان انتظامي چارواکو او ځايي سرچینو بېګا مشال ریډیو ته وویل، دغه پېښه د نومبر پر ۱۲مه په روغه بدر سیمه کې شوې چې پکې درې نور پوځیان ژوبل شوي هم دي.
د استخباراتي ادارو چارواکو هم مشال ته د دې برید تصدیق کړی او ویلي یې دي چې په ژوبلو کې هم یو میجر شامل دی.
د چارواکو په وینا ژوبل کسان د هیلېکوپټر په ذریعه د بنو روغتون ته رسول شوي دي.
د پېښې وروسته امنیتي ځواکونو یاده سیمه په خپله ولکه کې اخیستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
تر اوسه د دې برید ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې.