د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې یو ځل بیا له بایو میټریک پرته رایو د باطلېدو غوښتنه وشوه


خوستیان وايي د پارلیماني انتخاباتو کره پایلې دې وشمېرل شي.
خوستیان وايي د پارلیماني انتخاباتو کره پایلې دې وشمېرل شي.

خوست ـ د خوست لسګونه اوسیدونکي او د ولسي جرګې یو شمېر نوماندان د بیا ځل لپاره د اعتراض په ډول د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د دروازې مخې ته ورغلل او له یاد کمیسیون څخه يې د عدالت او شفافیت د تامین غوښتنه وکړه.

دوی ویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون دې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړي او د خوست په کچه دې د رای اچونې ټول صندوقونه له سره وشمېرل شي.

اعتراض کوونکو ټېنګار کاوه، عدليې او قضايي ادارې دې هغه کسان مجازات کړي، چې په لوی لاس يې د درغلیو له لارې د ټاکنو ملي پروسې باور ته زیان رسولی دی.

د نومبر په ۱۱مه، د ولسي جرګې یو تن نوماند عبدالولي واحدزي وویل:

((اوله غوښتنه مو داده چې بایومیټریک او بې بایومیټریکه رای دې له یو بل نه جدا شي، یانې پاکې او ناپاکې رای دې جدا شي، تر څو عدالت او شفافیت تامین شي. دویمه غوښتنه مو داده چې د خوست په کچه ټول هغه صندوقونه چې رایه په کې استعمال شوې ده، هغه دې دوباره وشمېرل شي، هغه چا چې دا ملي پروسه د خنډ او ځنډ سره مخامخ کړې ده، هغوی ته باید سزا ورکړل شي، تر څو په اینده کې د نورو لپاره عبرت شي.))

کمال خان په نوم د یو بل نوماند استازی وايي، چې تر دې وروسته خلک د ولس د ارادې پارلېمان غواړي او تر هغې کرار نه کېني، چې پارلمان ته يې د خلکو حقیقي استازي نه وي داخل کړي.

د حیات الله په نوم یو بل تن سیمه وال وايي، چې د ټاکنو او شکایاتو کمیسیونه باید د شفافیت د تامینولو له لارې په دې هېواد کې د بحران مخه ونیسي.

ده په رایو کې د عدالت د تامین غوښتنه وکړه او ويې ویل، چې په بایومیټریک د دولت لوړ لګښت وشو او د ټاکنو کمېسیون باید دا لګښتونه او خوارۍ په اوبو لاهو نه کړي.

د اعتراضیه ناستې یو بل تن ګډونوال اکبرجان یاسيني وايي، چې په یاد ولایت کې د ټاکنو په ورځ یو شمېر کسانو په پلان شوي ډول درغلۍ کړي، نو ددې لپاره چې د خلکو رایو او ارادې ته درناوي وشي، له بایومیټریک پرته راینه ګڼل کیږي او رای دې له سره وشمېرل شي.

ښاغلي یاسني وویل:

((د انتخاباتو کمېسیون باید بایومیټریک رای حساب کړي، تر څو د درغلیو مخه ونیول شي، ځکه په خوست کې پراخه فساد وشو په ولسوالیو کې حتی په مرکز کې داسې وشول، چې بې بایومیټریکه رای استعمال شوې، موږ د منلو وړ نه دي او بل باید دا رای هم له سره وګڼل شي.))

بل لوري ته په خوست کې د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي، چې دوی به د شفافیت لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.

د یاد کمیسیون کمیشنر وايي، چې د بې یایومیټریکو رایو باطل اعلانولو او د ټولو صندوقونو له سره شمېرلو د پرېکړې صلاحیت د مرکزي کمیسیون دی.

دا پداسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د خوست یو شمېر نوماندانو د څو غونډو له لارې د ټاکنو او شکایاتو له کمیسیونو غوښتنه کړې وه، چې هغه ټولې رايې دې باطل اعلان کړي، چې بایومیټریک شوي نه وي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د اعلان له مخې، څه باندې پنځه میاشتې وروسته به د ۱۳۹۸ لمریز کال د حمل په ۳۱ مه په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې هم ترسره شي.

XS
SM
MD
LG