د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې سږکال له څه باندې ٨٠ زره بېځايه شويو کورنیو سره ژمنۍ مرستې وکړي.
دغه وزارت وايي، د دې لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ يا UNHCR او نورو نړيوالو ادارو په مرسته، له درېيو مياشتو راهيسې يوه ستراتيژي جوړه شوې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د کورنيو بېځايه شويو مشر مهرخدا چې د دغه وزارت د پلان او پالېسۍ سلاکار سرپرست هم دى. مشال راډیو ته وویل:
”د دې ستراتيژۍ لپاره ٢١ميليونه ډالره بودجه اټکل شوې چې له مخې به يې له ٨٣٠٠٠ کورنيو سره چې نيم ميليون انسانان کېږي، مرسته کېږي، له هرې کورنۍ سره د ٢٠٠ امريکايي ډالرو په ارزښت مرسته کوو.“
په افغانستان کې د روانو جګړو، وچکالۍ او نورو ستونزو له کبله په لسګونو زره کسان بېځايه شوي دي.
په وروستو کې د افغانستان په لوېديځ کې ٢ لکه او ٢٣زره کسان بېځايه شوي چې عاجلو مرستو ته اړتيا لري.