د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنې په اوکراين کې د اصلاحاتو غوښتنه کړې


د اروپايي ټولنې د پراختیايي چارو کمشنر یوهانس هان.
د اروپايي ټولنې د پراختیايي چارو کمشنر یوهانس هان.

د اروپايي ټولنې يوه کمشنر له اوکراينه غوښتنه کړې چې د اصلاحاتو پر لوري مخکې تګ ته ادامه ورکړي.

د دې ټولنې د پراختيايي چارو کمشنر يوهانس هان د نومبر پر نهمه دا خبرې د اوکراين په پلازمېنه کييف کې وکړې.

هان په کييف کې د اوکراين صدراعظم ولاديمير هرويسمن ته د اوکراين په اړه د اروپايي ټولنې تازه راپور وړاندې کړ.

د اروپايي ټولنې دغه کمشنر وويل، دا مهمه ده چې د اصلاحاتو بهیر متحرکه وي چې دغه بدلونونه ثابت پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په اوکراين کې په مارچ مياشت کې د جمهوري رياست او د راتلونکي کال په پاى کې پارلېماني انتخابات کېږي.

هان ټينګار وکړ چې د اداري فساد ضد هڅو په څېر مسايل دې له پامه نه غورځول کېږي.

په دې تازه راپور کې اروپايي ټولنې موندلې چې په اوکراين کې په لوړه سطحه يوازې يو څو کسان په اداري فساد محکوم شوي دي.

خو راپور وايي، اوکراين بيا هم د خپل قضايي سېستم د اصلاح لپاره اقدامات کړي دي.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG