د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد افغانستان، پاکستان، قطر او اماراتو په سفر دی

د افغانستان د پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد.
د افغانستان د پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد.

د افغانستان د سولې او جوړ جاړي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نومبر پر اتمه د افغانستان، پاکستان، قطر او متحده عرب اماراتو سفر پیل کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې پر ماښام په یوه بیان کې وویل، خلیلزاد به د نومبر تر ۲۰مې نېټې د افغان حکومت له چارواکو او د نورو خواو له استازو سره وګوري چې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ته لار هواره شي.

امریکا له څو کلونو راهیسې هڅه کوي چې طالبان د جګړې ختمولو او خبرو ته وهڅوي.

طالبانو هم د افغان حکومت پر ځای له امریکا سره د مستقیمو خبرو پر غوښتنه ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان وايي، خلیلزاد هیله من دی چې کابل او طالبانو د باصلاحیته پلاویو د ټاکلو پر لوري منظم ګامونه اخیستي.

تر دې مخکې نوموړی په اکتوبر کې کابل او اسلام اباد ته ورغلی وو.

د مشال راډيو اېپ د ښکته کولو طريقه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:08 0:00

XS
SM
MD
LG